د لاسرسي ځای

ننګرهار کې ولې بدامني ډيره شوي؟


جلال آباد: یو پولیس د بمي چاودنې ځای ته ځان رسوي

جلال آباد: یو پولیس د بمي چاودنې ځای ته ځان رسوي

بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ :- د پاکستان سره اوږده پوله لرونکی، ننګرهار د افغانستان هغه ولايت دی چې که له يوې خوا پکې په دې ورستيوو کې د بيارغونې ډير کارونه شوي نو له بلې خوا پکې امنيت خراب شوی دی.

په دې وروستيوو کې د ننګرهار په ولايت کې د بدامنيوو ډيرې پيښې رامنځته شوي دي. ځايي خلک د دې پيښو تر شا کمزوري حکومت داري، په ځينو ولسواليوو کې د طالب جنګياليوو اغيز او د ناقانونه وسله والو ډلو شتون ګڼي.

په پارليمان کې د ننګرهار ولايت استازي، فرشته انوري وايي چې ننګرهار يو مهم سرحدي ولايت دی او تر اوسه پورې پکې د ښه امنيت له وجې د بيارغونې ډير کارونه شوي دي خو د هغې په وينا اوس حالت مخ په خرابيدو دی.

هغې مشال ريډيو ته وويل: ((په ننګرهار کې شخصي وسله والو ډلو امنیت خراب کړی، حکومت يو ښه ابتکار دا وکړ چې محلي پوليس يې جوړ کړل خو هغوی هم په ډيرو ځايونو کې د بدامنيوو سبب شوي دي. بله خوا خلک پر حکومت د درغليوو له وجې باور نه لري نو ځکه ورسره د امنيت په ساتلو کې هم مرسته نه کوي.))

په ننګرهار کې د ختيځې سيمو د ژورناليستانو د اتحاديې وياند او خبريال آصف شينواری وايي په ننګرهار کې ډيرې سيمې داسې دي چې حکومت پرې کنټرول له لاسه ورکړی. د شينواري په وينا حکومت نه د جنګ سالارانو او نه هم د حکومت مخالفه اورپکو مخنيوی کولی شي.

هغه زياتوي: ((امنيتي ادارې دومره کمزوري دي. دوی د څو ناقانانونه وسله والو ډلو مخنيوی نه شي کولی نو د هغه ياغي وسله والو سره به څه مقابله وکړي چې دوی سره مخامخ په سنګر کې ناست دي؟ دا اوس په چپرهار، خوګياڼو، ایسارک، شيرزاد، دوربابا، نازيان او ګوشتې ولسواليوو کې حکومت واک نه لري. هغه امنيت چې ننګرهار څلور يا پنځه کاله وړاندې درلود، اوس نشته.))

خو د پاکستان سره پر پوله پرتې د مومندو ګوشتې ولسوالۍ يو قومی سپين ږيری، حاجي محمد علي مومند وايي چې په ګوشته کې امنيت ښه دی او وجه يې قومي تړونونه دي چې څوک امنيت ګډوډولو ته نه پريږدي.

هغه زياتوي: ((زمونږ ولسوالۍ کې يوازې يو څو پولیس شتون لري. امنيت خپله همدا سپين ږيري، همدا مشران او همدا عالمان چې د ممبرونو پر سر خبرې کوي، ساتي. که دا نه وي د حکومت يو څو پوليس نه شي کولی چې امنيت ټينګ کړي. په ګوشته کې اوس مهال امنيت سل په سلو کې ښه دی. محلي پوليس يې جوړ دي او دې پوليسو دلته شپږ امنيتي پوستې جوړې کړي دي.))

د ننګرهار ولايت د والي وياند احمد ضيا عبدالزي مشال ريډيو ته د خرابې حکومت دارۍ او د حکومت له لاسه د ځينو ولسواليوو وتل رد کړل او وي ويل چې دوی د ولايت د امنيت د ښه کولو لپاره کار کوي.

هغه زياتوي: ((امنيتي ادارو د استخباراتي معلوماتو د شريکولو، ښار، د ښار په دخولي دروازو او لسواليوو کې د ګزمو په وهلو او د وسله والو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي په برخه کې لاس ته راوړنې درلودلي دي. د اولسونو سره مو غونډې دوام لري. زموږ د امنيتي ځواکونو شمير دومره نه دی، دا د اولسونو همکاري ده چې نه غواړي خپلې سيمې يې بې امنه شي.))

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی ويلي چې د امنيت د ښه کولو لپاره د پاکستان سره پر سرحدي ولسواليوو کې د پوليسو زياتولو ته اړتيا لري او ډير زر به دغه کار وکړي.
XS
SM
MD
LG