د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : د پښین سیمې بند خوشدل خان بیا رغونه


د پښین سیمې بند خوشدل خان
د پښین سیمې بند خوشدل خان
خدای نور ناصر - مشال راډيو

پښین :- د بلوچستان په پښين سیمه کې بند خوشدل خان څه باندې یوه نیمه لسیزه وړاندي د سیمې د کرهڼې یوه لویه سرچینه وه بلکې د ساعتېري لپاره يو ښه سیلاني ځاي وو، خو د وچېدو له وجې یې نه یوازې خپله ښکلا بایللې بلکې د ځايي خلکو کرهڼه هم له مینځه تللې ده.

د پښين شمال لور ته د اته کیلومیترۍ په واټن پروت بند خوشدل خان ددغه سیمې د کرهڼې لپاره د اوبو یو لویه سرچینه وه چې په ۱۹۹۵ م عیسوي کال کې په وچېدو شوه خو د حکومت یې اوس د بیا رغولو کار پيل کړی دی.

د همدې کلي يواوسېدونکی وايي چې د بند خوشدل خان په اوبو د شاوخوا کلي ډېر آباد وو. خو زیاتوي په تېرو څو کلونو کې په کې اوبه نشته، او شاوخوا کلي يي هم د نور کله غوندې اباد نه دي.

له دې سره چې د سیمې اوسېدونکي وايي، په خوشدل خان بند کې تردې وروسته چې اوبه ختمي شوې، نو نه يواځې ددې ښائيست ختم شو، بلکې سیلانیان هم د پخوا په څېر ورته نه راځي. خو د یاد جهیل انچارج محمداسلم بیا وايي. له تېرو دریو میاشتو راهیسي پرې کار روان دی. چې دده په وینا ډېر ژر به دغه جهیل نه یوازې د سیمې د زراعت یوه ګټوره زېرمه وګرځي بلکې د پخوا غوندې د سیلانیانو د راتګ مرکز به هم شي.
د پښین سیمې بند خوشدل خان
د پښین سیمې بند خوشدل خان

د پښين سیمې مشر خبریال اصغرخان اتل د بند خوشدل خان په اړه وايي. خوشدل خان په هغه وخت کې د لوی قندهار والي وو، چې په نامه يي دغه سیمه یادېده. دا چې بند خوشدل خان کله جوړ شو. نوموړی واييٍ. ”د اتلسمې پېړۍ په ورستیو لسیزه کې چې دلته د انګرېزانو واکمني وو نو هغوی ددغه ځای خلکو ته د کرهڼې لپاره د اوبه خور یو بند جوړ کړ. “


په داسي حال کې چې په بند خوشدل خان جهیل باندي اوس کار روان دی. ددې جهیل د انچارج په خبره په راتلونکو دوو کلونو کې به د خوشدل خان جهیل بیا هم په پخواني حال وي. د سیمې اوسېدونکي ورته خوشبینه دي چې د سیمې له ښائیست سره سره به يي د سیمې د کلیو کښت کرونده يو واري بیا اباده شي.
XS
SM
MD
LG