د لاسرسي ځای

امریکا په افغانستان کې کوم متبادل پلان لري؟


افغانستان: د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په افغانستان کې د خپل سفر پر مهال د امریکايي پوځيانو په بدرګه کې دی.

افغانستان: د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په افغانستان کې د خپل سفر پر مهال د امریکايي پوځيانو په بدرګه کې دی.

سرچینه : نیو یارکر مجله

لیکوال :سټیو کول (Steve Coll)

ژباړه :- پامیر ساحل

په امریکايي مجلې دي نیو یارکر کې د لیکوال سټیو کول (Steve Coll) لیکنه خپره شوې ده چې په کې دی د افغانستان د اوسنیو حالاتو په تناظر کې دا پوښتنه کوی چې ایا له امریکا سره متبادل پلان شته؟ تر دې پوښتنې وروسته بیا هغه د خپلې شننې پر اساس پر دې متبادل پلان بحث کړی دی.

سټیو کول په خپله لیکنه کې د افغانستان پر تاریخ هم ځغلنده نظر اچولی دی او لیکلي يې دي چې په دې وروستیو کې د قران پاک د سوځولو او بیا په کندهار کې د امریکايي سر تېري په ډزو کې د ۱۶ ولسي وګړو د وژنې پېښو، د ولسمشر باراک اوباما د حکومت له دې هیواده د وتلو پر ستراتیژۍ او پر هغو انګیرنو پوښتنې پیدا کړې دي چې د وتلو ستراتیژي پر ولاړه ده.

دی پوښتنه کوي، که چېرې د ناټو لخوا د واک د انتقال عمل پر تاواني انګېرنو ولاړ وي نو بیا؟ ایا ناټو او د اوباما حکومت دا صلاحیت لري چې په صادقانه ډول د دې پلان له سره کتنه وکړي، غلطۍ یې مالومې او سمې کړي؟

په خپله لیکنه کې سټیو کول لیکي، که چېرې د دې دوو پېښو پر بنسټ امریکايي ځواکونه ژر له افغانستانه ووځي نو دا ستونزمن کار دی. دی لیکي، اوس هم په سپینه ماڼۍ کې ځینې کسان دا خبره کوي چې د سر تېرو ایستل دې چټک کړل شي.

سټیو کول لیکي، د افغانستان تاریخ داسې مثالونه ورکوي چې نړیوال پوځونه ترې ووځي نو تر فشار لاندې راځي. دی لیکي، په ۱۸۴۲ز کال کې چې ۴۰۰۰۰ برتانیوي پوځیان د جلال اباد پر لوري روان ول نو ټول ووژل شول او یواځې یو کس په کې ژوندی پرېښودل شو.

د ده په خبره، افغان تاریخ ښيي چې هر کله نړیوال پوځیان د کمزورۍ اشاره ورکوي، یا اراده لري چې له هیواده ووځي نو د وسله والو ډلو عزم او هوډ هم ژر بدلېدای شي.

په خپله لیکنه کې سټیو کول لیکي، په داسې بدلېدونکو حالاتو کې ایا له امریکا سره بل پلان شته؟ دی وايي، که په اوسنیو انګېرنو کې چې د وتلو ستراتیژۍ تر شا دي زیاتره ناسم وي نو متبادل یې څه دی؟

دی وايي، دا انتخاب نه دی چې یا خو دې پر همدې اوسنۍ تګلاره عمل روان وي، او یا دې هم ژر وتل پیل شي. د ده په لیکنه کې راغلي نورې لارې هم شته.

یو شونې لار دا کېدای شي د هغو پراخو سیاسي موخو په اړه دې زیات هوډ وښودل شي چې تر ولسمشر کرزي پورې محدود نه وي بلکې نورو مشرانو یې هم ذکر کړی دی. لکه د شپې چاپې ختمول، د نړیوالو پوځي عملیاتو لپاره افغانستان ته د زیاتې خپلواکۍ ورکول، او باید هغه عمل وڅارل شي چې په وسیله یې امنیتي ملېشو ته وسله ورکول کېږي او د هغوی نګراني کېږي.

د ده په خبره، دا هم ممکنه ده چې د ۲۰۱۴ز کال انتخاباتو لپاره ډېره انرژي وښودل شي او د دې او د هغو ادارو، کسانو او د مدني ټولنې د ډلو پر لوري توجه وګرځول شي. د افغانستان د اساسي قانون تر مخې باید حامد کرزی تر ۲۰۱۴ز کاله وروسته خپله دنده پرېږدي، خو که کرزي له دې انکار وکړ نو یو بل بحران به پیدا شي.

دی زیاتوي، دا مهال د امریکا سیاسي ستراتیژي له طالب مشرانو سره پر خبرو ولاړه ده، دا خبرې ګټورې دي او کېدای شي مېوه ورکړي، خو تر اوسه یې څه خاص ګټه نه ده لیدل شوې؛ او تر ۲۰۱۴ز کاله او تر هغې وروسته هم دا عمل بې ثباته او مبهم ښکاري.
XS
SM
MD
LG