د لاسرسي ځای

خپله افغان تګلاره نه اړوو- اوباما


د امريکا ولسمشر براک اوباما او د بریتانییا وزیراعظم ډېویډ کېمرون په سپینه ماڼۍ کې ګډې خبرې غونډې ته وینا کوي.۱۴م مارچ ۲۰۱۲

د امريکا ولسمشر براک اوباما او د بریتانییا وزیراعظم ډېویډ کېمرون په سپینه ماڼۍ کې ګډې خبرې غونډې ته وینا کوي.۱۴م مارچ ۲۰۱۲

هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- د امريکا ولسمشر براک اوباما چې د شورو په ورځ يې په سپينه ماڼۍ کې د بريتانيا له وزيراعظم ډيويډ کيمرون سره ګډې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په خپله تګ لاره کې به هيڅ کوم ناڅاپي بدلون را نه ولي او ورسره يې د هغه خبرونو پخلی هم وکړ چې وايي راتلونکی کال به په ياد هيواد کې د ناټو ځواکونو جنګي مامورييت په يوه ملاتړي او مرستندويه هغه واوړي-

نوموړي زياته کړه په تيرو کلونو کې د عراق جګړې له کبله د افغانستان د ارامولو ستراتيژي يې لږه ډيره اغيزمنه شوې، خو په دغه هيواد کې د موجودو ننګونو د ادراک په کولو يې هوډ ښکاره کړ چې افغانانو ته د امنييتي ذمه واريو د لېږد بهير به له ټاکل شوي مهال ويش سره سم سر ته ورسيږي-

(موږ نه شوو کولی هغه ستونزې چې دغه هدف ته د رسيدو په لار کې پرتې دي، له پامه وغورځوو- خو که چيرې موږ د مسوولييتونو د سپارلو پروسه، لکه چې مو جوړه کړې ده، په هم هغسې مسوولانه او ثابته توګه پر مخ يوسوو، نو بيا زه باوري يم چې افغانان به داسې يوه مقام ته ورسولی شوو چې دوئ د خپل امنييت چارې په خپله سمبال کړي-)

ښاغلي اوباما دغه راز ادعا وکړه چې په افغانستان کې ميشت امريکايي او بريتانوي ځواکونه لګيا دي مهم پرمختګونه کوي چې د ده په خبره تقريباً نيمايي برخه افغانان دا مهال د افغانستان په هغو سيمو کې ژوند کوي چې د امنييت د ټينګولو مسولييت يې وار له مخې افغان ځواکونو ته حواله کړل شوی دی- نوموړي دا حقيقت هم ومنو چې د امريکا او بريتانيا دواړو هيوادونو خلک د افغانستان د شاوخوا يوې لسيزې اوږدې جګړې ستړي کړي خو په عين وخت کې يې يادونه وکړه چې د دغې مبارزې په ترڅ کې دوئ وکولی شول د القاعده مشرتابه وځپي او هم ورته د ترهګرو بريدونو کولو وړتیا ټکڼی کړي-

په افغانستان کې د خپلې ادارې د تګ لارې د بريا د براک اوباما دعوې په داسې حال کې مخې ته راځي چې راپورونه وايي په دې تيرو اونيو کې اول په بګرام کې د قرآن پاک د نسخو د سوځېدو او ورپسې بيا د تير اتوار په شپه په کندهار کې د يوه امريکايي عسکر له خوا د ۱۶ ملکي وګړو د وژل کيدو له کبله په دغه هيواد کې امريکا ضد احساسات اوج ته رسيدلي دي-
راپورونه دا هم وايي چې له تاؤتريخوالي ډکې دغه وروستۍ پيښې ښيي د واشنګټن او کابل تر منځ د اوږد مهاله ستراتيژيک سند لاس ليک کيدل له ځنډ سره مخ کړي-

د سپينې ماڼۍ خبري غونډې ته په وينا کې د بريتانيا وزيراعظم ډيويډ کيمرون د افغانستان د امنييتي وضيعت له امله تسلي ښکاره کړه او ډاډ يې څرګند کړ چې و به کولی شي د ۲۰۱۴ م کال تر پايه افغانستان يوارې بيا د تروريستانو د پناه ځائ له جوړيدو څخه وژغوري-

(موږ د دې خبرې په يقيني کولو کې مرستې کولی شوو چې افغانستان پرته د بهرنيو ځواکونو له موجودييته، خپل امنييت خوندي وساتي- موږ دا مهال د خپل پوځي مامورييت په اخرينيو پړاوونو کې يوو، مطلب دا چې د افغان ځواکونو د تربييې دوره بشپړيدو ته نږدې شوې چې دغه شان دوس د خپل امنييت ذمه وارۍ پر خپله غاړه واخلي-)

ښاغلی کيمرون بيا د افغانستان امنييتي وضع په داسې وخت کې د تسلۍ وړ بولي چې د راپورونو پر اساس دغه تيره اونۍ په دې هيواد کې په ګزمه وتلي ۶ تنه بريتانوي عسکر د سړک غاړې په يوه بمي چاؤدنه کې ووژل شول-

د واشنګټن خبري غوندې ته دواړو مشرانو د ايران او سوريا د کړکيچنو حالاتو په اړه هم خبرې وکړې- که څه هم براک اوباما يووارې بيا ټينګار وکړ چې د ايران مساله د ډپلوماتيکو هلو ځلو له لارې حل کيدای شي خو خبرداری يې ورکړ چې که ايران دغو کوښښونو ته جدي او مثبت ځواب و نه وايي نو د ده په خبره ژر ده چې دغه موقعې له لاسه ور کړي- نوموړي زياته کړه د بريتانيا وزيراعظم ورسره منلي چې پر ايران لګيدلي مالي بنديزونه به لا پسې سخت کړای شي چې د اټومي وسلو د جوړولو جوګه نه شي-

د سوريا د مسالي په يادولو بيا دواړو مشرانو په دغه هيواد کې د امنييتي ځواکونو له لاسه ځپل شويو خلکو ته د بيړنيو بشري مرستو د رسولو تر څنګ د بشارالاسد د حکومت پر ضد د سياسي او اقتصادي فشار د سيوا کولو په خبره ټينګار وکړ-

ايسوشي ايټډ پريس اژانس په عين وخت کې د امريکا له پاره د بريتانيا د سفير پيټر ويسټماکوټ په حواله وايي چې ښاغلی اوباما او ښاغلی کيمرون په خپلو خبرو کې په دې نتيجه رسيدلي چې د سوريا پر ضد پوځي طاقت کارول به د دې هيواد بحران حل نه کړي-
XS
SM
MD
LG