د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ولس لا هم د ایف سي آر قانون لاندې ځورېږي



مجید خان بابر- مشال راډيو

پراګ :- د تير کال د آګستد مياشتي په ۱۲مه نيټه د پاکستان ولس مشر آصف زرداري د يوې صدارتي حکم نامې له مخې په قبايلي سيمو کې څه باندې يوې پيړۍ راهسيې لاګو قانون ايف سي آر په ځنو شقونو کې د بدلون اعلان کړي وو. پدغو کې يو د اجتماعي ذمه واري شق ۴۰ ايف سي ار وو.


ددغه حکم نامې اته مياشتي تيريدو باوجود د ځايي ولس په وينا تر دا مهاله په حقيقت کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او ددی لوی ثبوت د رواني مياشتي په ۱۲مه نيټه د لکې مروت په نیمه قبايلي سيمه کې ميشت د بيټني قبيلې د ۶۰ مشرانو د پوليټکل انتظاميي لخوا ګرفتاري ده.

تر دا مهاله دوی دغه بدلون په عملي توګه نه دی ليدلي او اوس هم د ۴۰ ایف سي ار د اجتماعي ذمه واري د قانون له مخې وخت په وخت قبايلي ولس ځورول کېږی.دی وايي دا صرف کاغذي او د خولې خبرې دي.

ملک فیض الله جان .

د دغه قبيلي يو مشر زيت الله خان بيټني وايي چې په ياد شوي قانون کې د بدلون خبرې دوی هم د ميډيا له لارې اوريدلي دي، خو دده په وينا دا بدل قانون لا عملي شوی نه دی او هغه د بريتانوي راج له خوا د زوړ قانون د لاندې دوی اوس هم ژوند تيروي.

د لکې مروت په نيمه قبايلي سيمه کې د يوې غير دولتي ادارې د دريو کارکونکو او د هغوی د يو خاصه دار ساتونکي د بې درکه کېدو ورستو ددغه سيمې پولیټکل انتظاميیي د اجتماعي ذمه واري د زاړه قانون له مخې بيټني قبيلي ته ويلي وو چې دغه لا درکه کسان موندل ددوی ذمه واري ده او د د مهلت ختميدو وروستو يي بيا د دوی دغه مشران او نيول او بيا يې په دې ژمنه خوشي کړل چې دغه لادرکه کسان به دوی پيدا کوي.

د يادې قبايلي سيمې مرستيال پوليټکل ايجنټ فياض شیر پاؤ ته چې مشال راډیو کله يادګېرنه وکړه چې دا ګرفتاري د نوي قانون له مخې غير قانوني نه ده ؟ نو هغه وويل چې د نوي بدل شوي قانون له مخه دوی له شپيتو کالو پورته او د ۱۶ کالو کم عمره کسان نه نیسي خو زياتوي چې په قبايلي سيمو جنوبي او شمالي وزير ستان او ياده سيمه کې د امن او کراري لپاره دوی د ايف سي آر په زاړه قانون عمل کولو باندې مجبوره دي دده په وينا د لا درکه شوو کسانو د بيا موندلو په اړه دوی د زاړه قا نون له مخې په بيټني قبيلی فشار راوړو او د هغوی مشران يې ونيول نو اوس دده په خبره د هغو کسانو د بيا موندلو اميد پيدا شوي دي.

د قباييلي سيمو لپاره د هغه وخت د قانون سيکریټري طارق حيات وايي چې دوی د نوي بدل شوي قانون مسوده پوليټکل ايجنټانو ته لیږلي ده، او هغوی ته پدې اړه بريفنګ هم ورکړل شوی وو چې له قبايلي ولس سره به څنګه سلوک کوي.

د خیبر قباييلي سيمی د کوکي خیلو قبايلي مشر ملک فيض الله جان کوکې خيل وايي چې کله ددغه بدل شوي قانون په مسوده ولس مشر زرداري دستخط کولو نو هغه هم په ایوان صدر کې موجود وو خو دده په وينا تر دا مهاله دوی دغه بدلون په عملي توګه نه دی ليدلي او اوس هم د ۴۰ ایف سي ار د اجتماعي ذمه واري د قانون له مخې وخت په وخت قبايلي ولس ځورول کېږی.دی وايي دا صرف کاغذي او د خولې خبرې دي.
XS
SM
MD
LG