د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات : ګرفتار مشکوک ترهګر په درو برخو وېشل شوي


مجید بابر - مشال راډيو

پراګ ک- په سوات او ملاکنډ ډويژن کې د ملا فضل الله په مشري کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملياتو نه پس هلته ګڼ شمیر مشکوکه ترهګر پاکستاني پوځ نیولي وو. خو اوس په دغو کې یې يو شمیر کسان په ضمانتونو خوشی کړل شوي دي او هغوی یې په اې، بي او سي درجو کې ويشلي دي.

د دغه درجه بندي په اړه په سوات او ملاکنډ ډويژن کې د پاکستاني پوځ وياند کرنل عارف وایې چې د اورپکو پر ضد د مرکزونو په واسطه د دوی درجه بندي شوېده ، او هغه کسان چې ترهګرو له به یې ډودۍ او کټوﺉ پخولو ، يا به یې ورته د پخلي لوښي وينځل، هغوی ته یې سي درجه ورکړېده، او هغوی یې د سيمې د مشرانو په ضمانت خوشي کړي دي خو د هغوی د څارنې يو نظام هم جوړ شوی دی، چې دوی به مقامي تاڼې ته هره اونۍ يا په مياشت کې دوه ځل ورځي، او په بې درجه کې هغه کسان دي چې د ترهګرو ملاتړي وو، او په اې درجه کې هغه کسان دي چې ترهګر و او ترهګرۍ به يې کوله. او دغو کاروایانو کې ککړ وو.

دا چې په اې درجه کې کوم ترهګر دي د هغوی پر ضد به څومره موده کې په رسمي توګه مقدمي شروع کېږی؟ په دي اړه د خیبرپښتونخوا د قانون صوبایي وزير بيرسټر ارشد عبدالله وایي چې، د اې درجه ترهګر به په ړومبي پړاؤ کې ځانګړو بندي خانو ته استول کېږي، او د هغوی پر ضد د راغونډ شوو ثبوتونو د کره کتني نه پس به د ترهګرۍ پر ضد په عدالتونو کې په شپږو مياشتو کې مقدمي پېل شي.

ددي پوښتني په ځواب کې چې هغه ترهګر چې په ډاګه يې د ترهګريزو پيښو پړه پر غاړه اخیستي ده او ټيلیوژنونو سره یې په دې اړه مرکې هم کړي دي، د هغوی پر ضد هم د ثبوتونو ضرورت شته؟

ارشد عبد الله وایيکومو ترهګرو چې په خپلو ویډيويي یا هم ټیلیوژني مرکو کې د بیلا بیلو ترهګرو پېښو ‌ذمه واري پر غاړه اخیستې خو د هغې لپاره هم یو څوک باید عدالت ته راوړاندې شي چې دا مرکه هغه له فلاني سره کړې او دایې ثبوت دی خو له بده مرغه عام خلک يريږی او ګواهي نه ورکوي، ځکه د ترهګرو پر ضد مقدمې د ځنډ ښکار دي.

د څیړونکو په وينا د ترهګرۍ د مخنيوی لپاره ضروري ده هغه ترهګر چې په ترهګريزو پيښو کې ککړ دی د قانون منګولو ته وسپارل شي او سزا شي . نو د ولس باور به په حکومتي، امنییتي او عدالتي ادارو نور هم پياوړي شي.
XS
SM
MD
LG