د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د سولې بهیر ملاتړ کوو. ګیلاني


دپاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني وايي هیواد یې په افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ کې د سولې بهیر ملاتړ کوي.

نوموړي په اسلام اباد کې د جرمني د دفاع وزیر ډاکټر توماس ډي میژیري سره د خبرو پرمهال داهم وویل چې پاکستان خپل ورور او همسایه هیواد افغانستان ازاد ، خپلواک او مستحکم لیدل غواړي. دنوموړي په اند دا کار د پاکستان په ګټه دی.

دپاکستان سرکاري خبري اژانس ایسوسي ایټډ پریس لیکي چې دواړو مشرانو همدا رنګه په دفاعي همکارۍ ، د ترهګرۍ خلاف په جنګ او په پوځي مرستو هم خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG