د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند : چاودنې اته افغان وګړي ووژل


هلمند ولایت له فضا څخه اخیستل شوی تصویر
هلمند ولایت له فضا څخه اخیستل شوی تصویر

د هلمند ولايت دولتي چارواکي وايي نن تر غرمې وروسته د دغه ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د عامو وګړو په يو موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې په موټر کې سپاره اته تنه ټول وژل شوي او موټر يې په بشپړه توګه له مېنځه تللى دى.

د هلمند د والي وياند مشال راډيو ته وويل چې چاودنه د مارجې د اتم بلاک په ريګي سيمه کې د سړک پر غاړه د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده .

دى وايي په پېښه کې وژل شوي کسان له پېژندلو وتلي او دا نه شي ويلاى چې وژل شوي کسان به څوک او کومو سيمو اوسېدونکي وي .

ده هغه په خبره د سړک پر غاړه ماين د دولت مخالفو وسله والو ايښى وو. .

نن غرمه د کندهار د ملي امنيت رياست ته څېرمه هم د موټر سايکل بم چاودنه شوې وه چې له امله يې د يو تن عام وګړي په ګډون د ملي امنيت څلور تنه سرتېري مړه او ټپيان شول.

تر اوسه پورې لا د يوې پېښې مسوليت هم کومې ډلې نه دى منلى.
XS
SM
MD
LG