د لاسرسي ځای

آیا سږ کال به سوات ته سیلانیان راشي؟


سږکال په سوات کې پر واوره ښوېدو لوبې هم وشوې

په سوات کې د پوځ او وسله والو طالبانو تر مینځ د جګړې او سیلابونو له کبله د سیمې د سیل ګرۍ صنعت او ټولنیز ژوند ته ډیر زیات زیان رسیدلې دی . د پوځي او حکومتي چارواکو له خوا ادعاوي کیږي چې په سوات کې امن په ځای شوې دی او د بیا ودانۍ کار روان دی.

د نن په خپرونه کې د سیمې د ځايي خلکو سره خبرې کوو چې دغه دعوې تر کومه ځایه سمې دي او د سوات ټولنه د اوږدې بېکرارۍ نه وروستو کوم لور ته روانه ده.

په خپرونه کې راسره د سوات هوټلونو د اتحاديې مشر زاهد خان، د پرمختیا د چارو کارپوه شوکت شرار، او له سیمې د مشال همکار نیاز احمد خان برخه اخلي. کوربه شاهین بونیری دی.

XS
SM
MD
LG