د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: مرستیال پولیټیکل اجنټ ووژل شو


د پاکستان په نارامه قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې مرستیال یا اسسټنټ پوليټيکل اجنټ په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.له سیمې تر لاسه شوي راپورونونه وايي، چې پر نوموړي دا برید په خپل دفتر کې شوی دی.

یوه ځايي سرکاري چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي وویل، مرستیال پوليټيکل اجنټ عظمت جمال خان د شمالي وزیرستان په دویم لوی ښار میرعلي کې په خپل دفتر کې له څو تنو قومي مشرانو سره یوځای ناست و، چې یوه ناپيژاندي کس پرې ډزې وکړې.

دغه سرچینه وايي، د سیمې یوشمير مخور پر یوه قومي ستونزه دنوموړي په دفتر کې راغونډ شوي وو، چې ناڅاپه پرې د یوه نامالومه کس له لوري د تمانچې ډزې وشوې.

زموږ د معلوماتو له مخې اسیټنټ پولیټيکل اجنټ سمدستي په یوه هلیکوپتر کې د بنو پوځي روغتون ته ورسول شو، شیبه وړاندې د دې روغتون سرچینو د هغه د مړینې خبر تائيد کړ.
دغه چارواکی وايي، په ډزو کې پر عظمت جمال سربیره دوه تنه ولسي کسان هم ووژل شول.

ځايي خبريال نور بهرام، چې دا پيښه يې له نژدې څارلې له سیمې د د تلیفون پرلیکه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل :

(تر اوسه لا هیڅوک له دې نه دي خبرو چې د دفتر په ودانۍ کې دننه څه پيښ شوي، خو دومره معلومه شوې، چې په ودانۍ کې دننه د لاسي بمونو د غورځولو له امله چاودنه شوې او بیا ډزې شوي. زموږ د معلوماتو له مخې اسیټنټ پولیټيکل اجنټ سمدستي په یوه هلیکوپتر کې د بنو پوځي روغتون ته ورسول شو، شیبه وړاندې د دې روغتون سرچینو د هغه د مړینې خبر تائيد کړ)

تر اوسه لا چا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی، خو په تیرو وختونو کې وسله والو طالبانو تل ددې ډول بریدونو پړه پر خپله غاړه اخیستې.

دا په شمالي وزیرستان کې، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د بیلابیلو سخت دریځو وسله والو ډلو اصلي مرکز بلل کیږي یوه بیسارې پيښه ګڼل شوې.

د یوبل خبر له مخې له دې پيښې سره همهاله ورڅيرمه په جنوبي وزیرستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکو د سخت دریځو وسله والو یوه پک اپ موټر په نښه کړی، چې د وروستیو راپورونو له مخې شپږ تنه پکې وژل شوي.

له سیمې استخباراتي سرچینو د خپل نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې بې پيلوټه الوتکو د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په لرې پرته واګ دلۍ نومي سیمه کې پر یوه پک اپ موټر څلور توغندي وتوغول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه ګاډي کې شپږ تنه سپاره وو، چې ټول يې ځای پرځای ووژل شول.

سرکاري سرچینو وژل شوي د دولت وسله وال مخالفین بللي خو د پېژندنې په باب يې بې خبري ښودلې.

وزیرستانونه، چې د سخت دریځو وسله والو ډلو د فعالیتونو اصلي مرکزونه بلل کیږي له تیرې یوې لسیزې راهیسې د پرله پسې ناکراریو ښکار دي.

د بې پيلوټه الوتکو بریدونه، ځانمرګي حملې، د وسله والو له لوري د خلکو تښتونه او ځورونه او نورې هغه پيښې دي، چې ورځنۍ چارې يې له سختو ستونزو سره مخ کړي.
XS
SM
MD
LG