د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار، پنجوايي: پر پلاوې ‌ډزې یو عسکر ووژل شو


افغانستان: د کندهار په الکوزي کلي کې کلیوال د پېښې قربانیان له خپلو کورونو هدیرې ته وړي. ۱۱م مارچ ۲۰۱۲م کال
افغانستان: د کندهار په الکوزي کلي کې کلیوال د پېښې قربانیان له خپلو کورونو هدیرې ته وړي. ۱۱م مارچ ۲۰۱۲م کال

سید شاه سقیم - مشال راډيو

کندهار:- چارواکي وايي وسله وال بريد نن غرمه ( د مارچ ۱۳مه نېټه ) د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې له کابله د لوى درستيز جنرال شمېر محمد کريمې په مشري په راغلي پلاوى شوى دى او وروسته د وسله والو او ملي اردو تر مېنځ نښته هم شوې ده.

له کابله د لوړ پوړو افغان چارواکيو پلاوى سيمې ته د هغه بريد د پلټنو په موخه تللی دی چې د تېرې يکشنبې په ورځ امريکايي ځواکونه په پنجوايي ولسوالۍ کې پر یوڅو کورونو وکړ چې پکې ۱۶ ولسي کسان ووژل شول.

د کندهار د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسول جاويد فيصل وايي چې په بريد او نښته کې يو تن د ملي اردو سرتېرى او يو عام وګړى ژوبل شوي او وسله وال تر لس دقيقې نښته وروسته تښتېدلي دي.

(( يو تن د ملي اردو او يو عام وګړى زخميان دي بل چاته زيان نه دى اوښتى ))

د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري چې په خپله هم له پلاوي سره پنجوايي ته تللى وو مشال راډيو ته وويل چې په بريد کې د لومړنيو مالومات په اساس درې تنه ژوبل شوي خو دا لا نه ده مالومه چې پوليس دي که عام وګړي.

(( مونږ له جومات څخه را وواتو يو سل ميتر را غلي وو چې شاته ډزې وشوې، لوى درستيز او والي صاحب همالته پاتي وو. خو چې مالومات مو وکړل هغوى ته زيان نه دى اوښتى، البته درې تنه ژوبل شوي دي ، وروسته به مالومه شي چې څوک دي ))

له کابله کندهار ته له تللي پلاوي سره چې مشري يې لوى درستيز جنرال شېر محمد کريمې کوله د کورنيو چارو او ملي امنيت مرستيالانو، د سرحدونو وزير اسدالله ، د ولسمشر کرزي دوه وروڼه د کندهار والي توريالى ويسا او امنيه قومندان جنرال رازق هم نن د پېښې ځاى ته تللي وو.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څۀ نه دي ويلي خو اکثره د ورته پېښو مسوليت دوى پر غاړه اخلي.


بلخوا د افغانستان په جلال آباد ښار کې د ننګرهار پوهنتون زدکوونکو د د پنجوایي پیښې په غبرګون کې مظاهره کړي او غوښتنه یې کوله چې د هغې پيښې ککړ کسان دې محاکمه کړل شي.
XS
SM
MD
LG