د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان :واورو ګڼ کورونه لاندې کړي، ۴۵ تنه مړه


دنورستان چارواکې وايي چې د منډول په ولسوالۍ کې دواوروښویدنې ۱۳ کورونه ویجاړکړي چې پکې ۴۵ تنه وژل شوي دي .هغوی له مرکزي دولته او مرستندویه ټولنو دمرستو غوښتنه وکړه چې زرترزره له زیانمنو شوو کورنیو سره مرسته وکړي او په سیمه کې نور خلک واورې ښوېدنې له ګواښ وژغوري.

دنورستان مرستیال والي محمدنبي احمدي مشال راډیو ته وویل له تیرو دریو ورځو څخه دنورستان په بیلابیلو ولسوالیو کې دواورو اورښت دوام لري چې دغربي نورستان په منډول کې د اورو کمرونه ښوېدلي چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي:

((دمنډول ولسوالې چې یوه لري پرته سیمه ده.او سړک هم نلري. له تېرو درو ورځو راهیسې پرله پسې واورې ورېدلې چې په ترڅ کې یې د پوشال په کلي کې لس کورونه او د ګړو په کلي کې درې کورونه واورو لاندې کړي دي.او پکې پنځه څلویښت خلک وژل شوي چې پکې ښځي ماشومان او لویان شامل دي )).

هغه وايي تراوسه زیانمنوشو کورنیو سره هیڅ راز مرسته نده شوې.

((موږ ټولو مرستندویه ټولنو څخه غواړو چې باید په دغو سختو حالاتو کې راسره مرسته وکړي او دزیانمنو شوو خلکو دلاسنیوي لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي))

دنورستان دامني قومندان غلام الله نورستانی وايي ددغه ولایت مرکز پارون او نورو ولسوالیو ته تللي لاري دواورو داورښت له امله دترافیکو پر مخ تړل شوی دي:

((دنورستان اکثرو سیمو ته تګ راتګ بند شوی دی ،که چېرته په مرکزي نورستان کې کومه پیښه رامنځ ته شي نو یو نیم سل پولیس چمتو کړي خلکو سره مرسته وکړي .دڅارویو دپاره ګیاه او خوراک هم نشته دی ))

په مشرانو جرګه کې دنورستان استازي حافظ عبدالقیوم وايي په منډول کې نه تلیفون کار کوي او نه ورته سرک تیر شوی چې سړی يي دپوره حال څخه خبرشي خو مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول ددفاع وزارت ته پکار دي چې دڅرخي الوتکو څخه کار واخلي او خلکو سره مرسته وکړي.

منډول دنورستان په لویدیځ کې ترټولو لري پرته ولسوالې ده. چې تراوسه ورته سړک هم ندی تیر شوی او له امله يي خلک ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي . دهیواد دنورو یخو سیمو په څیر په منډول کې هم هرکال پریمان واوري وریږي او خلکوته ځاني او مالي زیانونه اړوي .

نورستان دهیواد په شمال ختیځ کې پروت غرنی او یخ ولایت دی چې هرکال يي دواورو داورښت له المه لاري ترړل او په سبب يي په دغه ولایت کې دخوراکې او نورو اړینو موادو نرخونه لوړیږي.
XS
SM
MD
LG