د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که وسلوالې ډلې ترهګري پرېږدي، خبرې وسره کوو "


سرچینه : نړیوالې رسنۍ

ژباړه: ملیحه امیرزاده

اې اېف پي خبري اژانس ليکي د پاکستان داخله چارو وزیر رحمان ملک ويلي که چیرې ناقانونه ګرځول شوې ډلې د تره ګرۍ پریښودلو او دخپلو څانګو د بندولو فیصله وکړي نو حکومت به زر له دوی سره خبرې پیل کړي.

بل لورې اېسوسي اېټیډ خبري اژانس په افغانستان کې د امریکا د اوږد مهاله جګړې په اړه لیکي نوي حالات داسې ښيي چې له امریکا ډېرې تېروتنې شوي دي. او افغان وګړي هم په دغه هیواد کې د امریکا کارواېی نه خوښوي.

اې اېف پي خبري اژانس ليکي د ګل په ورځ پاکستان د طالبانو په ګډون نورو اسلامي مخالف وسله والو ډلو ته د امن د خبرو اترو بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې د نا قانونه ګرځول شویو تنظیمونو نومونه به له تور لیسټه لرې کړي که چیري هغوی خپلې وسله والې څانګې بندې کړي.
د اژانس په خبره د پاکستان ړ داخله چارو وزیر رحمان ملک خبریالانو ته ویلي دي چې که سختدریځي تنظیمونه موږ ته دا باور راکړي چې د وسله والو خپلې نورې څانګې یې تړلي دي او توندروي یې پریښې ده نو موږ به غواړو په راتلونکي څو ورځو کې له دوی سره ملاقات وکړو.

اې اېف پي ليکي د دې ډلو پر ضد د ډېر څه نه کولو لپاره په پاکستان سخت تنقید کیږي چې پکې یو شمېر ډلو لکه جماعت الدعوه ته اجازت شته په آزاده کار وکړي. یاده ډله چې ملګرو ملتونو په تورلسټ کې شامله کړې په اړه یې ویل کیږي د لښکرې طیبه د محاظ په توګه کار کوي.

د اې اف پي خبري اژانس د شمېر تر مخه په ۲۰۰۷ م کال چې کله پاکستاني پوځ په اسلام آباد کې په یوه جماعت کې کاروايي کړېوه، له هغې راهیسې اسلامي مخالف وسله والو د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې تقریبا څلور زره نهه سوه کسان وژلي دي. او پوځ وايي د درې زره نه زیات پوځيان وژل شوي دي.

بل لورې اېسوسي اېټیډ پریس خبري اژانس لیکي د امریکا صدر بارک اوباما په افغان پالیسي کې له ستونځو سره مخامخ دس . اژانس په افغانستان کې د لسیزې راهیسې روانې اوږد مهاله جګړې په اړه ليکي چې یو وخت کې دا د امریکا لپاره یوه ضروري جګړه وه، خو د وخت تېریدلو سره یې اوس د غلطیانو او د تشدد شکل اخیستی چې ډېر کم سیاسي ملاتړ یې پاتې شوی .

د اژانس په خبره د اتوار په ورځ یو امریکاېی عسکر چې د افغان ولسي وګړو د وژلو په تور نېټو نیولی ، د ریپبلکن او ډیموکریټ ګوندونو غړي په پوځ موجود فشار ته اشاره کوي چې څو کالو نه په جګړه کې د اخته کیدلو له وجې په دې حالت کې دي . دوی په هغه غوښتنو ټینګار وکړ چې که زر نه وي نو د ټاکل شوي وخت سره سم یاني په دوه زره څوارلسم کال کې دې خيل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

په داسی حال کې چې په امریکا کې صدارتي انتخابات نږدې دي ، اژانس د افغانستان او امریکا تر مینځ په تعلقاتو کې کړکیچ د دې پوښتنې لپاره کافي ګڼي چې اېا اوباما به په نیټو فشار راوړي چې د ۲۰۱۴م کال تر آخره د ټاکل شوي پلان سره سم د امنیت چارې افغان امنیتي ځواکونو ته د سپارلو بهیر ګړندۍ کړي که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG