د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سیاستوال مذهبي لږکي سم نه ژغورې


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان
سرچینه : نیو یارک ټایمز

لیکواله : همایوسف

ژباړن : نجیب عامر

په نیویارک ټایمز کې لیکواله همایوسف لیکي دپاکستان کرکټ ټیم پخواني کپتان او د تحریک انصاف مشر عمران خان یوه اونۍ وړاندې ګارډین ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي وو چې پاکستان د طالبانو له نظریې څه ډول خطره نه لري. خو عین په هماغه اونۍ کې هم په پاکستان کې د مذهبي لږکیو خلاف د ظلمونو ځینې پېښې مخې ته راغلې.

همایوسف په دې مقاله کې لیکي چې پاکستان کې د ټولې ۱۸۵ ملیونه ابادۍ څخه ډیري یې سنیان دي، خو په دې هیواد کې ۳۶ ملیونه شیعه ګان هم ژوند کوي. ددې ترڅنګ څلور ملیونه احمدیان، درې ملیونه عیسویان او درې ملیونه هندوان او همدارنګه سکان او پارسیان هم دغلته مېشته دي. دنوموړې په اند په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان نه تر بېلیدو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته ددغو لږکیو په قانوني او ټولنیزو حیثیتونو کې کمی راغلی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې په پاکستان کې د مذهبي توپیر پالنې له امله تحریک شوي د تشدد پېښې په تېزۍ سره مخ په زیاتېدو دي. د سرکاري ( پبلیک) سکولونو په تعلیمي نصاب کې د هندوانو او عیسویانو خلاف تعصب خپروي. دتوهین رسالت په قضیو کې ډېر زر د لږکیو ډلو غړي په نخښه کیږي.

داحمدیانو سره امتیازي سلوک کیږي، دوی ته ملحد او غیر مسلم ویل کیږي، ددوی په فعالیتونو او عبادتونو بندیزونه لګول کیږي او دوی ته د تبلیغ کولو اجازه هم نه ورکول کیږي.

په نیو یارک ټایمز کې لیکواله همایوسف لیکي په داسې تورتم پس منظر کې د عمران خان وروستۍ څرګندونې مایوسونکې وې او همدارنګه ترې جوتېده چې نه د پاکستان سیاست وال او نه هم پخپله دولت د لږکیو خلاف د پېښو مخه نیولی شي.

نوموړې د فرورۍ داته ویشتمې نېټې دکوهستان پېښې ته اشاره کوي چې څنګه وسله والو کسانو دشیعه مسلک سره تړلي ۱۶ کسان د نورو سپرلیو له منځه بیل کړل او بیا یې ووژل.

همایوسف څو نورو پېښو ته په اشارې لیکي، په کوهستان کې د شیعه ګانو د وژلو خلاف د پاکستان په شمالي برخو کې چیرته چې دوی نفوس لري لاریونونه او مظاهرې وشوې، او دلاهور د پریس کلب په وړاندې هندوانو دمظاهرې په ترڅ کې د رینکل کماري په نوم د یوې هندوې جینۍ په زوره د مسلمانولو خلاف خپل غږ پورته کړ.

نوموړې لیکي ،همدارنګه تیره اونۍ دپاکستان د هوئیت ثبتونې ادارې د نویو شناختي کارډونو دجوړولو لپاره په فورمو کې د ( قادیاني) څانګې اضافه وکړه. پخوا به احمدیانو دمذهب په خانه کې غیر مسلم لیکل.

همایوسف په اخره کې لیکي دا د حکومت کمزورۍ غبرګون دی چې تل د لږکیو خلاف شوې پېښې غندي او وايي چې د پلټنو د ترسره کولو امر یې کړی خو په عملي توګه هیڅ هم نه کوي. او بده لا دا چې عمران خان هم ددفاع پاکستان د کونسل ملاتړ کوي په کوم کې چې له څلوېښتو زیاتې سخت دریځې داسې ډلې یوځای شوي چې دوی ټول د شیعه ګانو د وینو د تویېدو پلویان دي.
XS
SM
MD
LG