د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان ولې پر جوماتونو، جنازو او خلکو بریدونه کوي؟


پېښور: په بډه بېره کې د جنازې پرمهال د طالبانو لخوا په ځانمرګي بمي برید کې پر خپل یوه خپلوان ژړا کوي، د طالبانو په دغه برید کې څه نا څه ۱۵ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ژوبل دي
پېښور: په بډه بېره کې د جنازې پرمهال د طالبانو لخوا په ځانمرګي بمي برید کې پر خپل یوه خپلوان ژړا کوي، د طالبانو په دغه برید کې څه نا څه ۱۵ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ژوبل دي

بوریوال کاکړ - مشال راډيو

پراګ : په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې پر حکومتي ودانیو ، د ګڼې ګوڼې پر ځایونو او د ښارونو د عامو ځایونو ترڅنګ پر مذهبې غوڼډو او ځایونو هم یو شمېر بریدونه شوي چې د زیاتره پېښو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

که څه هم د ترهګرۍ داسې پېښو تل ډېر ځاني زیان رسولی دی خو په جوماتونو او جنازو کې تر سره شوو بریدونو په پراخه کچه عام خلک وژلي دي.

د یکشنبې په روځ له پېښور سره نژدې د بډه بېرې د ماماخېلو په سیمه کې له جنازې وروسته تر سره شوی هغه برید د دې لړۍ تازه پېښه وه چې شاوخوا پنځلس کسان یې ووژل او تر دېرشو زیات یې ټپیان کړل.

داسې بریدونه خو یوازې په ادېزی او بډه بېره کې نه دي تر سره شوي بلکه د پېښور ښار په صدر ، مینا بازار او شوبه بازار کې هم داسې بریدونه شوي دي چې په لسګونه عام خلک په کې وژل شوي دي. هغوی خو د وسله والو پر ضد لښکرونه نه وو جوړ کړي.
رحیم الله یوسفزی .

په دې برید کې د یوه ټپي شوي او په روغتون کې د پراته کس ورور مشال راډیو ته وویل چې د هغه په خبره پر جوماتونو او جنازو بریدونه د مسلمانانو کار نه شي کېدائ.

هغه وویل ً که د دوی جګړه د پاکستان له پوځ او یا امریکا سره وي نو دوی پر هغوی بریدونه نه کوي بلکې جنازې او جوماتونه په نښه کوي ً .

هغه زیاته کړه چې خلک پر داسې ځایونو د بریدونو چې عام خلک په کې وژل کیږي له امله طالبانو ته ډېر بد وايي.

پوښتنه دا ده چې وسله وال طالبان پر داسې ځایونو لکه جومات او جنازې ، چیري چې په ښکاره توګه عام خلک راغونډ وي ، بریدونه ولي کوي ؟

په پېښور کې د سیمه ییزو چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې په ادېزو او بډه بېره کې خلکو د وسله والو طالبانو پر ځایونو لښکرونه جوړ کړي دي او وسله وال طالبان چې کله داسې پر جومات یا جنازه برید وکړي نو بیا وايي چې په دې کې د لښکر خلک وو.

داسې بریدونه خو یوازې په ادېزی او بډه بېره کې نه دي تر سره شوي بلکه د پېښور ښار په صدر ، مینا بازار او شوبه بازار کې هم داسې بریدونه شوي دي چې په لسګونه عام خلک په کې وژل شوي دي. هغوی خو د وسله والو پر ضد لښکرونه نه وو جوړ کړي.

رحیم الله یوسفزی په دې اړه وايي چې په ښارونو کې چې کله داسې بریدونه وشي چې په پراخه کچه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي نو بیا یې وسله وال طالبان پر استخباراتي ادارو پړه اچوي، خو هغوی بیا تور لګوي چې ګواکې داسې بریدونه ً اورپکي ، طالبان او جهادیان ً کوي.

خو د رحیم الله یوسفزي په وینا د داسې ډېرو پېښو پلټنې هم نه کیږي ، نو ځکه مالومه نه شي چې دا برید چا تر سره کړ.

دا د شریعت له نظره بلکل ناجایزه ده چې څوک یو بې ګناه مسلمان ووژني او یا هغه ته زیان ورسوي.

دیني عالم ډاکټر قاسم محمود.

د ټولنې عام وګړي خو داسې بریدونه غندي او د هغوی په خبره څوک چې مسلمان وي نو هغه داسې کار نه شي کولاﺉ.

خو د ډېرو خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې پر جومات ، جنازه او داسې نورو ځایونو د بریدونو په اړه د اسلام نظر څه دی؟

دیني عالم ډاکټر قاسم محمود په دې اړه له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې اسلام د دې ښوونه کوي چې د بل د ځان ، مال او ابرو ساتنه وکړﺉ.

د ډاکټر قاسم محمود په خبره دا د شریعت له نظره بلکل ناجایزه ده چې څوک یو بې ګناه مسلمان ووژني او یا هغه ته زیان ورسوي.

خو ډاکټر قاسم محمود زیاته کړه چې په پاکستان کې اوس د حق خبره کول ډېره ګرانه ده.

د هغه په خبره دا ځکه چې که یو څوک د شریعت له نقطه نظره خبره کوي او هغه د پوځ په تاوان وي نو پوځ یې نه پرېږدي او که چیري د طالبانو له دریځ سره مخالفت وي نو هغه یې نه پرېږدي.

په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې پر عامو ځایونو د بریدونو ترڅنګ په دیر ، ادېزۍ او بډه بېره کې پر جنازو او جوماتونو داسې بریدنه شوي چې په مجموعي توګه په سلګونه عام وګړي په کې وژل شوي او وسله والو طالبانو یې پړه پرغاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG