د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د کندهار پر پېښه سخت خپګان ښودلی


ولسمشر بارک اوباما د امریکا له مېري لېنډه پر ټیلیفون له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د کندهار پېښې په اړه غمرازي کوي.
ولسمشر بارک اوباما د امریکا له مېري لېنډه پر ټیلیفون له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د کندهار پېښې په اړه غمرازي کوي.
د امریکا ولسشمر بارک اوباما افغان ولسمشر حامد کرزي ته ټیلفون کړ ی او ورته ویلي یې دی چې د اتوار په ورځ د یوه امریکایي عسکر لخوا په ډزو د شپاړسو ولسي کسانو پر وژنه ورته ټکان رسېدلی او په دې سخت غمژن دی.

اوباما کرزي ته ویلي پر ولسي خلکو دغسې بې درېغه ډزې کول هیڅکله د متحده ایالاتو امریکا لخوا افغان ولس ته د درنښت ورکولو انعکاس نه شي کېدلائ.

نوموړي زیاته کړه:(( زه د افغانستان خلکو ته چې خورا ډېر تاوتریخوالي او رنځونه یې ګاللي دي او هغو افغان کورنیو او عزیزانو ته چې خپل خپلوان یې په دغه پېښه کې قرباني شوي دي خپله خواشیني او خواخوږي وړاندې کوم. دا پېښه یوه غمیزه او ټکان رسونکې ده، او دا په هیڅ ډول زموږ د پوځيانو د ښه کردار او د هغه درناوي ښکارندویه نه ده چې د امریکا متحده ایالات یې د افغانستان له ولس سره لري. زه د دفاع وزیر لیون پانیټا او د جنرال آلېن د هغو ژمنو بشپړ ملاتړ کوم چې د ژر تر ژر حقیت موندنې لپاره یې کړې دي او هر هغه څوک چې په دې پېښه کې ککړ دي حساب ورسره وشي.))

کرزي ویلي په کندهار ولایت کې ډزې قصدي وژنې وې او له نیټو یې د دغې پیښې سپیناوی غوښتی دی.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا هم ولسمشر کرزي ته په ټیلفون ډاډ ورکړ چې د پیښې پوره پلټنې روانې دي او ککړ کسان به عدالت ته وړاندې کوي.

راپورونه وايي د اتوار په شپه تر سپېدو له مخه يو امريکايی عسکر له خپلې اډې ووتو او د پنجوايي ولسوالۍ په الکوزي کلي کې کور په کور ګرځېدو او او ځایي خلک یې وژل . په وژل شوو کې نهه تنه ماشومان او دري ښځې شاملې دي.

د نیټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواک په پیښه بخښنه غوښتي او ویلي یې دي چې عسکر یې نیولی دی.
XS
SM
MD
LG