د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پښتنو زدکونکو تعلیمي کمپاین سر ته ورسولو


بلوچستان پښتانه ماشومان
بلوچستان پښتانه ماشومان

نیازموساخېل/ مشال راډیو

کویټه:- د پښتونخوا زده کونکیو سازمان یا PSO له تیرې یوې میاشتې جاري تعلیمي کمپېن مکملولو اعلان وکړو او په دغه لړ کې یې یو تعلیمي لاریون هم تر سره کړو.

لاریون د سازمان له مرکزي دفتر څخه پېل شو او پر باچاخان څلور لاري په غونډې بدل شو.په لاریون کي شعارونه ورکړل شو،په کوم کي چې له خلکو غوښتنه وشوه چي خپل ماشومان دې په سکولونوکې داخل کړي.

دپيښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن یو مشر،عبدالمالک اڅکزي په دغه اړه مشال ته وویل، د دوی مرام یوازې دا دی چي د قام بچي تعلیم ترلاسه کړي او له ځانه د ټولنې ښه وګړي جوړ کړي (( زموږ بچي هم هر څه کولای شي او له چا کم نه دي،دوی که زده کړه وکړي او ورسره خواري هم،نو دوی هم د راتلونکي وخت ډاکټران،انجینیران او نور ښه کارکونکي جوړېدای شي.))

د سازمان یو بل مشر،کبیر افغان بیا وایي چي د دوي له تعلیمي کمپاین څخه یو شمېر ګټې رامخته شوې او خلکو د دوی پر تعلیمي غوښتنو پوره غوږ نیولی.موږ کلي په کلي او کوڅه پر کوڅه ولاړو او په سیمه کي مو د لاسپیکرونو او د جوماتو له لاري اعلانونه وکړل چي ولس دې خپل بچي په سکولونو کي داخله کړي.تاسو باور وکړئ،ډېري خلکو زموږ له کمپاینه متاثره شوي او زموږ پر غوښتنو یې خپل بچي سکولونو ته وړي.دغه رنګه موږ په کمپاېن کې له ښوونکیو هم غوښتنه وکړه چي دوی دې خپلې دندې په ذمه وارۍ تر سره کړي او بل بیا موږ له حکومته غوښتنه وکړه چي زموږ ولس ته دې کلي پر کلي سکول ورکړل شي.))

کبیر افغان زیاتوي،د ملګرو ملتونو د چارټر مطابق،هر ماشوم ته د سکول ویلو بنیادي حق ترلاسه دی،خو د ده په ټکو،له بده مرغه،دغه حق په اکثره ځایونو کي ورکړل شوی نه دی او چېري چي ورکړل شوی،هلته یې بیا استعمال په سهي توګه نه دی شوی.))

هلته یو زده کونکي احمد خان،چي په تعلیمي لاریون کې یې برخه اخیسته،ووېل چي دغه تعلیمي هڅې دوی ستایي او که سوچ او فکر هم دغه شان ځوان و،نو لرې به نه وي،چي سیمه به له تعلیمي پرمختګ سره مخامخه شي.

یاده دې وي چې د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزیشن د روان کال دفرورۍ میاشتې له پنځمې نیټې نه نیولې د روان مارچ تر لسمې نېټې،تعلیمي کمپاین چلولو اعلان کړی و،چي اوس بشپړه شوی.یاد شوي سازمان تېر کال هم داسي یو کماپېن چلولی و،چي د سازمان په وینا،په نتیجه کي یې ۱۵ فیصده زیات ماشومان سکولونو ته داخل کړی شوي وو.
XS
SM
MD
LG