د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړي هدایت الله نه خبرې هیريږي خو سندرې نه.


hidayatullah
hidayatullah
د پښتو نوموړي سندرغاړی اويا كلن هدايت الله نه یوازې د پښتوپه لومړني فلم يوسف خان او شېربانو كې بلکه په سلګونو نورو فلمونوکې هم سندرې ویلي دي. نوموړي راډیو ، سټیج او ټیلي وسژن ته هم د خپل وخت معیاري سندرې ریکارډ کړي دي.

هدایت الله په څلورو ژبو کې سندرې ویلی شي چې ورکې پښتو، اردو، هندكو او فارسي شامل دي. خو نن صبا دغه صدارتي ايوارډ ګټونکی هدايت الله په پيښور كې په يو تنګ او وركوټي د كرایې په كور كې د خپلې دویمې مېرمنې سره وسيږې او ددوی د مېرمن په ويناد هدايت الله ياداشت كمزوری شوی دی او ډيرېورته په یاد کې نه پاتې کیږي.

خو بيا هم دمشال راډیو همكار خالد خان د دوی كور ته ورغلی او په مشال مركه كې ئې د د هغۀ ځنې خواږۀ يادونه راسپړلي دي. هدایت الله په دې مركه كې خپلې مشهورې سندرې هم په ترنم سره ويلي دي نو راځئ چې په ګډه یې واورو.



تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG