د لاسرسي ځای

دبډه بېرې چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي


د پېښور سره نژدې د بډه بېرې د ماماخېلو په سیمه کې د یوې جنازې تر لمانځه وروسته چاودنه شوې کې د چارواکو په وينا دیارلس تنه وژل شوي او يو ديرش کسان زخميان شوي دي.

د لیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر رحيم جان مشال ریډيو ته وويل چې دوی ته په وروړل شوو ۳۱ زخميانو کې د پنځوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

عیني شاهدان وايي چاودنه دیوې ځايي مېرمنې د جنازې د لمانځه نه څو منټه وروسته هغه مهال وشوه چې لاهم په سلګونو خلک په جنازګا کې موجود وو.

دپښتونخوا د اسمبلۍ مرستیال سپیکر هم په جنازه کې ګډون کړی و خو هغه له دې بریده ژوندی راوتلی، راپورونه وايي طالبانو دا منلې چې د برید اصلي نخښه یې خوشدل خان و.
XS
SM
MD
LG