د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې چاودنه، ۱۳ وژل شوي


د پېښور لیډي ریډنګ روغتون مخې ته خلک له یو بل سره غمرازي کوي، د دې کسانو خپل خپلوان د بډه بېرې په چاودنه کې وژل شوی یا ژوبل دي.
د پېښور لیډي ریډنګ روغتون مخې ته خلک له یو بل سره غمرازي کوي، د دې کسانو خپل خپلوان د بډه بېرې په چاودنه کې وژل شوی یا ژوبل دي.

خالد خان/ بشیر ګواښ، مشال راډیو

پېښور/ پراګ - د پاکستان د خیبر پښتونخوا له پېښور سره نژدې د بډه بېرې د ماما خېلو په سیمه کې د یوې جنازې تر لمانځه وروسته چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا دیارلس تنه پکې وژل شوي او يو ديرش نور زخميان دي.


د لیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر رحيم جان مشال ریډيو ته وويل چې دوی ته په وروړل شوو ۳۱ زخميانو کې د پنځوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

یو کس د خپل ژوبل خپلوان سر نیولی او ژاړي
یو کس د خپل ژوبل خپلوان سر نیولی او ژاړي
د تحريک طالبان پاکستان طارق اپريدي ډلې د بريد پړه پر غاړه اخيستي.

د خیبرپښتونخوا صوبايي د حکمران ګوند نیشنل پارټۍ مشر، اسفنديار ولي خان پيښه وغندله او ویې ويل:

((دوی وايي د اسلام جګړه ده. خو جنازې ته د ځانمرګي بريد کوونکي ننوتا او پر جنازه بريد بريد د اسلام کوم خدمت دی. دا خو زما له پوهې بهر خبره ده. جوماتونه زمونږ خوندي نه دي، حجرې زمونږې مخفوظې نه دي او د جنازو ځايونه زموږ خوندي نه دي . د داسې بريدونو د غندلو هم انتها وي. د دې بريدونو کوونکي د اسلام تبيليغ کوونکي خو لا څه، دوی انسانان هم نه دي.))

په ليډي ريډينګ روغتون کې عيني شاهدانو او په پيښه کې ځينې ژوبلو شویو مشال ريډو ته وويل:


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ مرستيال سپيکر او د عوامي نيشنل ګوند يو بل مشر خوشدل خان چې په دې جنازه کې يې برخه اخيستي وه، د چاودنې په اړه پاکستاني رسنيوو ته وويل:


((زه پوه نه شوم چې دا بمي چاودنه وه او که ځانمرګی برید خو دا د افسوس خبره ده چې ماسره څومره کسان وو، څومره چې راسره راغلي وو، هغه ټول شهيد شول. په جنازه له کې پنځه سوو څخه تر زرو پورې کسانو برخه اخيستي وه. مونږ د ترهګرو خلاف يو ځکه پر مونږ حملې کوي يعنې د عوامي نیشنل پارټۍ پر غړو او مشرانو بريدونه کوي.))


په بډه بيره کې له دې وړاندې هم د تشدد پيښې شوي دي.
XS
SM
MD
LG