د لاسرسي ځای

له ګوانټانامو ځینې طالب قیدیان قطر ته لیږدول کیږي


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي ویلي چې د امریکا له خوا د ګوانتنامو په زندان کې ساتل شوي د طالب یاغیانو پنځه لوړ پوړي غړي قطر ته د انتقال پر وړاندیز سلا شوي دي.

اېمل فیضي ویلي چې د وسله والو طالبانو دغو مشرانو په روانه اونۍ کې د افغان پلاوي د دورې پر مهال د انتقال دې وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی.

له ګوانتنامو څخه د پنځو طالب مشرانو قطر ته وړل د امریکا په ملاتړ د هغو هڅو برخه ده چې طالبان خبرو اترو ته کښېنوي.

بل پلو د سپینې ماڼۍ ویاندې کېتلین هیډن ویلي چې امریکا تر اوسه پر دې نه ده سلا شوې چې د طالبانو کوم چارواکي د ګوانتنامو له زندانه انتقال کړي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت ویاند جانان موسی زي وویل چې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول به ډېر زر له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه د قطر له چارواکو سره د ږغېدو لپاره دې هیواد ته سفر وکړي.
XS
SM
MD
LG