د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (سوات کې د موسیقۍ ازادۍ ورځې غونډه)


د انځور د هغو افغانو ماشومانو دی چې موسیقي زده کوي
د انځور د هغو افغانو ماشومانو دی چې موسیقي زده کوي

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر د پاکستان د خیبر پښتونخوا په سوات کې هم د روانې میاشتې (مارچ) درېیمه نېټه د موسیقۍ د ازادۍ د ورځې په توګه ولمانځل شوه.


په دې ځانګړې غونډه کې ځايي هنر مندانو د خپل فن ښودنه او ښکارندويي وکړه.

نه یواځې دا هنر مندان، بلکې غونډې ته د مدني ټولنې فعالان او غړي هم راغلي ول چې د دودیزې موسیقۍ د ارزښت او د دې د ودې او پر مختګ پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د سندرو امېل خپرونه، چې هره اوونۍ یې د مشال راډیو هارون باچا درته جوړوي، دا ځل په سوات کې له موسیقۍ سره تړلیو موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.

دا خپرونه تاسې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تاسې د سندرو امېل ټولې تازه او پخوانۍ برخې د دې خپرونې پر ځانګړې پاڼه هم میندلای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG