د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پروفیسر د تښتونې ضد مظاهره


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د پاکستان د بلوچستان په کوټه کې ګڼو زده کوونکو د بلوچستان پوهنتون د تښتوول شوي پروفیسر د تښتوونې پر ضد لاریون وکړ.


د پښتونخوا د زده کوونکو د سازمان تر سیوري لاندي دا لاریون د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته وشو.

په دې لاریون کې زده کوونکو نه يواځې د صوبايي حکومت پرضد شعارونه ورکړل، بلکې پخپله يې د دې صوبې چارواکي د سړي تښتوونو په پېښو کې ککړ وبلل.

د بلوچستان پوهنتون يوه لوستونکي چې په دې لاریون کې يي ګډون درلود، مشال راډيو ته وویل:

((زه ته کوټې پوهنتون لوستونکی یم. پروفیسر دوست محمد ترین صیب زموږ د ډيپارټمنټ مشر وو.))

څلور ورځي وړاندي له سټيلايټ ټاون څخه نامالومه کسانو تښتوولی دی.

دې لوستونکي وویل: ((تاسوته مالومه ده چې د صوبې ګورنر او د کورنیو چارو وزیر هم ويلي دي. چې په دې کې ځيني صوبايي وزیران لاس لري.))

د پښتونخوا د زده کوونکو سازمان يوه بل غړي نظام عسکر بیا وویل نه يواځې په کوټه بلکې په ټوله صوبه کې د ناامنیو د نورو پېښو سره سره د پېسو لپاره د سړي تښتوونې پېښي رواني دي.

که څه هم په صوبه کې ځيني سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د سړي تښتوونو له ډلو سره د صوبې د ځينو وزیرانو لاس دی.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو سیکريټري نصیب الله بازی وايي، سیاسي ګوندونه باید د تورونو پر ځاي له دوي سره دا مالومات شریک کړي. چې د ده په خبره که ورسره د هر چا لاس وو، پرضد به يې کار کېږي.

له دې سره چې د کورنیو چارو سیکريټري له مشال سره په خبرو کې دا ومنله، چې اوس د پېسو لپاره موټري هم وړل کېږي. او بیا د موټر د مالک څخه پیسې غوښتل کېږي.

نصیب الله بازی د انتظاميې له کمزورۍ سره سره د ټولني هم دا کمزورۍ بولي چې دده په وینا په ښکاره غلاوي کېږي او هم يې تاوان غوښتل کېږي.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ له نورو پېښو سره سره د پېسو لپاره د سړي تښتووني پېښي هم له مودې راهیسي دوام لري. چې پر ضد يي بېل بېل ګوندونو په وار وار احتجاج کړی.
XS
SM
MD
LG