د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوي ګوانتانامو کې له طالبانو سره لیدلي


دا سیمه ګوانتانامو ده، په دې ځای کې طالبان او د القاعده غړي قید دي
دا سیمه ګوانتانامو ده، په دې ځای کې طالبان او د القاعده غړي قید دي

ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

رویټرز خبري اژانس لیکي، د افغانستان حکومت یوه پلاوي په دې اوونۍ کې د امریکايي زندان چې په ګوانتانامو کې دی، سفر کړی دی.


دې پلاوي له هغو پینځو طالب بندیانو سره لیدلي چې کېدای شي ډېر ژر قطر ته وسپارل شي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان جګړې ته د پای د ټکي ایښودو لپاره له طالبانو سره د امن خبرو اترو ته نېږدې شوي.

خبري اژانس د سرچینو له خولې لیکي، د تېر ګل په ورځ افغان پلاوی چې د افغان ولسمشر حامد کرزي د بهرنیو چارو د تګلارې مرستیال ابراهیم سپین زاده شامل وو، د ګوانتانامو زندان یې لیدلی دی.


حکومتي سر چینو خبري اژانس ته ویلي، سپین زاده او د افغان امنیتي چارواکي شاهده ابدالي د امریکا سفر کړی وو.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا چارواکي د لنډ وخت لپاره واشنګتن ته تللي ول خو ګوانتانامو زندان ته د تګ له خبرې یې ډډه کړې.

خبري اژانس لیکي، د طالبانو بندیانو انتقالول به د ښو ګامونو په پورته کولو کې یو غوره کار وي خو که چېرې د امریکا سفارتکاران په دې لار کې پاتې خنډونه لرې کړي.

خبري اژانس لیکي، امریکايي چارواکي هیله لري د پردې شا ته د سولې لپاره په هلو ځلو کې تندي راغلې او کېدای شي چې د مې په میاشت کې د ناټو د غونډې پر مهال د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغان ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو تر منځ په پراخه کچ د سیاسي خبرو اترو اعلان وکړي.

رویټرز لیکي، دا اعلان به د امریکا لپاره لویه ګته وي او هغه اثر به هم زایل شي چې د ناټو غړي هیوادونه د ۲۰۱۴ز کال تر پایه خپل زیاتره سرتېري له دې هیواده د ایستلو اراده لري.

خبري اژانس لیکي، له هغه وخته چې خبرې پیل شوي، د امریکا چارواکو له طالبانو سره اته غونډې کړې دي.

افغان ولسمشر په بیا بیا له امریکا ګیله کړې چې د سولې په بهیر کې یې افغان حکومت شا ته کړی دی. خو د تېرې جمعې په ورځ، دواړه حکومتونو اعلان کړی چې د هغه تړون په لار کې پرمختګ شوی دی چې په لاسلیکېدو به یې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته هم د امریکا ځواکونه تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي.
XS
SM
MD
LG