د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال ظهیر الاسلام د آی ایس آی نوی مشر وټاکل شو


د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر جنرال ظهیر الاسلام
د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر جنرال ظهیر الاسلام

اسلام اباد - د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، لیفټیننټ جنرال ظهیر الاسلام د هیواد د استخباراتي ادارې آی ایس آی نوی مشر ټاکلی دی.


د وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ظهیر الاسلام د آی ایس آی ډایریکټر جنرل (عمومي رییس) ټاکل شوی دی.

نوموړی به د مارچ (۲۰۱۲ز کال) په ۱۹مه د آی ایس آی د اوسني مشر جنرال احمد شجاع پاشا پر ځای د دندې ذمه واري په خپلو لاسو کې اخلي.

جنرال ظهیر الاسلام دا مهال د کراچۍ کور کمانډر دی. تر دې مخکې نوموړي د آیس ایس آی د مرستیال مشر په توګه هم کار کړی دی.

د آی ایس آی د اوسني مشر جنرال شجاع پاشا د دندې موده د مارچ په ۱۸مه پای ته رسي.


پر آی ایس آی تورونه




ظهیر الاسلام په داسې وخت کې دا دنده سمبالوي چې آی ایس آی نه یواځې په هیواد کې دننه په سیاسي چارو کې په لاس وهنه، په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپاله خپلواکي غوښتونکو وسله والو پر نیولو او وژنو تورنه ده بلکې په نړیواله توګه ور باندې د افغان طالبانو د مرستې تورونه هم پورې کېږي.

د پاکستان حکومت او پوځ له دې ټولو تورونو انکار کوي.


پاشا هم تر فشار لاندې وو




تر ظهیر الاسلام مخکې د آی ایس آی مشر جنرال شجاع پاشا هغه مهال تر زښت فشار لاندې راغی چې د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه د امریکا ځانګړو ځواکونو په اېبټ اباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان د پارلېمان ګډه غونډه وشوه او هغه مهال جنرال پاشا، وزیر اعظم ګیلاني ته ویلي ول چې که د پارلېمان غړي غواړي نو دی به استعفا ورکړي خو ګیلاني ورته وویل چې نه خپله دنده دې پر مخ بوځي.
XS
SM
MD
LG