د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان - ایران ګیس نللیکې پروژه، د امریکا ګواښونه


لاس اينجلس ټایمز د خپلي مقالې په پیل کې وايي په داسي حال کې چې پاکستان او امريکا د خپلو خرابو اړيکو د ښه کولو هڅي کوي د پاکستان ايران پایپ لاین دغه نازکې اړيکې نوري هم له خطر سره مخامخ کړي دي.


ورځپاڼه زياتوي پاکستان توانايي ته ډير زيات ضرورت لري او برسېره پر دې امريکا پاکستان ته دهمکۍ ورکړې چې که د ايران پایپ لاین جوړوي نو کېدای شي له مالي بنديزونه سره مخامخ شي. پاکستان بيا هم له ايرانه د ګيس نل لیکې د راغځولو هوډ څرګند کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر تيره اونۍ یوه خبري کانفرنس ته وویل د بنديزونو خبرېپاکستان له ايران سره له همکارۍ نشي پر شا کولی.

د پاکستان ايران ګیس نل لیکې د مخنیوي شاته د امريکا مقصد پر ايران د مالي بنديزونو دایره نوره تنګول ده.

د ورځپاڼی په وينا هم دا شان بنديزونه د پاکستان وار له مخه تباه شوی اقتصاد نور هم خرابولی شي، خو داسي کول به د واشنګټن له پاکستان سره اړيکو ته نه رغيدونکۍ زيان و رسوي ځکه چې پاکستان يې يو لانجمن خو د ترهګری په له مينځه وړلو کې مهم ملګری دی.

لاس
اينجلس ټائمز پر مخ ليکې پاکستان ته له افغان طالبانو سره د خبر اترو په پروسه کې د يوه مهم رول لوبونکې هيواد په سترګه کتل کېږي چرته چې افغان وسله والو طالبانو خپلي پناه ګاوي جوړي کړي دي.

بل خوا برتانوي ورځپاڼي ډيلی ټيلي ګراف په افغانستان کې د شپږ نورو برتانوي عسکرو د وژنی وروسته له دې هيواده د ځواکونو د وتلو پر موضوع مقاله ليکلې ده.

ورځپاڼه وايي دې خبر د برتانيیا په پارليمان کې د خفګان فضا رامينځ ته کړه . وزيراعظم ډيوډ کېمرون وويل دغه غمژنه ورځ دوی ته د هيواد د هغه ماموريت د ژمنتيا په برخه ورکړل شوې درنې قربانۍ ورپه زړه کوي چې موده يې تر دوو نړيوالو جنګونو هم زياته ده.

ډيلی ټيلي ګراف پر مخ ليکې د برتانيې زياتره سیاستوالان د افغانستان د با ثباته کولو د يو ننګونکې کار پر ځای د پوځيانو د رايستلو د مهال ويش په اړه خبرې کوي.

د ورځپاڼې په وينا دا خبره هم تر څه ځايه سمه ده کله چې دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې د برتانيیا پوځيان د يوه داسي مقصد لپاره اوس هم قربانۍ ورکوي چې ورباندې هيڅوک هم باور نه لري.

ورځپاڼه د افغان ځواکونو ذکر کوي او وايې تر دې له مخه د هيواد د امنيت ساتلو پوره ذمه واري دې ځواکونو ته و سپارل شي ضروري خبره داده چې طالبان يوې سياسي روغي جوړي ته و هڅول شي.

د برتانيیا د دفاع وزير فیلیپ هېمونډ ډيلي ټيلي ګراف ته ويلي داسې نښې نښانې دي چې طالبان له القاعده سره د اړيکو شلولو ته تيار شوي دي چې دا شان د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره د روغي جوړي د تړون په اړه خبرې اترې وکړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG