د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دیر و کندهار مېرمنو د جهاني باتورو ښځو جایزه یووړه


امریکا واشنګټن ا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ، د امریکا لومړۍ مېرمن میشیل اوباما ،د جهاني باتورو ښځو جایزه ګټونکو مریم درانۍ ، شاد بیګم او یوې بلې ښڅې سره د جایزې ورکولو وروسته ګډ تصویر کې ولاړې دي.
امریکا واشنګټن ا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ، د امریکا لومړۍ مېرمن میشیل اوباما ،د جهاني باتورو ښځو جایزه ګټونکو مریم درانۍ ، شاد بیګم او یوې بلې ښڅې سره د جایزې ورکولو وروسته ګډ تصویر کې ولاړې دي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا د دير اوسيدونکې شاد بيګم او د کندهار ولايت مريم دراني په شمول د نړۍ لسو ښځو ته د زړورتوب کلنۍ جايزې ورکړي.

شاد بيګم په خیبر پښتونخوا کې د خپلې ادارې له لارې د ښځو لپاره کار کوي او مريم درانې د کندهار د ولايتي شورا غړې ده او په دغه ولايت کې د ښځو لپاره يوه راډيو چلوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن شاد بيګم او مريم دراني د خپل کار لپاره وستايلي او هغوی ته يې د جايزو د ورکولو پر مهال وويل: شاد بیګم ستا همت او جرات ته سلام چې د خپل ولس لپاره یو مثال او نمونه جوړېږې. او مریم درانۍ په سختو امنیتي حالاتو کې د ښځو لپاره ږغ اوچتوي موږ ته تاسو ته درنښت پېرزو کوو.

په جايزه اخيستونکو کې د سعودې عرب، سوډان، لیبيا، ترکيې، برما، برازيل، مالديپ او کولمبيا ميرمنې هم شاملې دي. ياده دي وي چې امريکا هرکال د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ په اتمه نيټه د نړۍ بيلابيلو هيوادونو هغو ښځو ته چې د دوی په وينا په ټولنه کې يې د بدلون راوستلو لپاره هلې ځلې کړي وي، دا جايزې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG