د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان نښته : پاکستاني عسکر او طالبان وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۴ امنیتي سرتېري او څه ناڅه اوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په خبره دا پېښه نن (د جمعې ورځ د مارچ نهمه) د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې رامنځ ته شوېده.

بلخوا پاکستاني چارواکي وايي چې د جنوبي وزيرستان په سپین سيمه کې بېګا شبه(د زیارت ورځ د مارچ اتمه ) ناڅرګنده کسانو د يوه سرکاري طبي مرکز ودانۍ ته اور اچولی چې پکې د لکونو روپو سامان سوځېدلی دی.

د نوم نه ښودلو په شرط يوه چارواکي مشال ريډيو ته وویل چې په دې پيښه کې دوايانې، فرنيچر او نور سامان په مکمله توګه سوځېدلی دی.

ياده دې وي چې لس ورځې وړاندې هم په دې سيمه کې د قامي اسمبلۍ د غړي عبدالمالک ذاتي يو طبي مرکز هم ناڅرګنده کسانو په اور سوځولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG