د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: په لکي مروت کې ۴ تنه تېښتول شوي



د خېبر پښتونخوا په ايف آر لکي مروت سيمه کې د زیارت/پنجشنبې په ورځ ناڅرګنده وسله والو څلورکسان تښتولي دي چې پکې د یوې غير حکومتي ادارې سسټېنېبل ډويلپمنټ پروګرام درې کارکونکي او يو د خاصه دار ځواک سرتېری دی.

د ايف آر لکي مروت پوليټکل انتظامیې يوه چارواکي ګلزار داؤد د دې پيښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پوليټکل انتظاميیه او قبايلي جرګه د تښتول شوو کسانو د راخوشي کولو لپاره هلې ځلې کوي.

تر دې دمه چا د دې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG