د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستراتیژیک تړون به زر لاس لیک شي. امریکا و افغانستان


سرچینه ، واشنګټن پوسټ
ژباړه، نجیب عامر

افغان او امریکايي چارواکي هیله من دي چې د ستراتیژیک تړون په لاره کې پراته خنډونه به زر له منځه لاړ شي، دوی به کومې پریکړې ته ورسیږي او په مئ میاشت کې په شیکاګو ښار کې د ناټو د سرمشریزې نه وړاندې به ددواړو هیوادونو ترمنځ دا سند لاس لیک شي.

افغانستان خپلو اتحادیانو ته ددې خبرې باور ورکړی چې دوی دامریکا سره د اوږد مهاله دفاعي تړون لاس لیک کولو ته ژمن دي ، او په دې لاره کې اوږدمهاله بحثونه دترهګرۍ خلاف په جنګ کې د غربي هیوادونو ملاتړ کمولی شي.

واشنګټن پوسټ ورځ پاڼه لیکي داوباما ادارې په دې خبره باندې د یو کال نه زیات وخت مصرف کړی چې د یو داسې تړون د لاسلیکولو لپاره بحث وکړي چې ترمخه یې که په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان نه دناټو دځواکونو ډیرۍ برخه وهم ووځي نو امریکايي ځواکونه به په دغه هیواد کې تر یوې بلې لسیزې پورې پاته کېداﺉ شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې امریکا په تیزۍ سره هڅه کوي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي ، خو دوی ترشا دخپلو ځانګړو ځواکونو او سلاکارانو یوه برخه پریږدي چې دافغان پوځ روزنې ته دوام ورکړي اوپه اورپکو خپل فشار ته دوام ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځ پاڼه کې لیکوال میتیو ګرین لیکي امریکايي چارواکي غواړي چې د ستراتیژیک تړون سند په راتلونکي مې میاشت کې ، په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې نه وړاندې لاس لیک کړي.

دوی هیله من دي چې ددې سند لاس لیک کول به، په پراخ ډول د غربي هیوادونو د افغانستان د یوازې نه پرېښودلو ژمنې په داسې حال کې خپلې کړي چې ډیری بهرنیان له افغانستانه د وتلو پلان لري.

ورځپاڼه لیکي له جنګه ستړي اروپايي هیوادونه، چې پخپله هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په دې خبره کې زړه نا زړه دي چې، دامریکا او افغانستان د تړون دنه لاس لیک کیدو په صورت کې به له افغانستان سره خپلې اوږدمهاله پوځي او ولسي مرستې جاري وساتلای شي که څنګه.

د میتیو ګرین په باور ددې تړون لپاره دافغانستان ولس مشر حامد کرزي په امریکایانو دا شرط ایښی چې د زندانونو واک دې دوی ته وسپاري او د شپې عملیات دې ودروي. خو دافغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي په روانه اونۍ کې ددواړو خواوو ترمنځ په دې اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ایمل فیضي وايي دوی هیله من دي چې دشیکاګو له سرمشریزې وړاندې دا سند لاس لیک شي، دی وايي دسند په لاس لیک کولو کې افغانستان څه اختلاف نه لري، خو یوازې دومره ده چې افغانستان خپل شرایط لري.

ښاغلی فیضي وايي کیدای شي دواړه خواوې په دې خبره موافقې ته ورسیږي چې په راتلونکو څو اونیو کې به دافغانستان حکومت د زندانونو مشر یو افغان چارواکی وټاکي، او په ځواب کې به امریکا په راتلونکو شپږو میاشتو کې د زندانونو بشپړ واک په مرحله واره توګه افغان حکومت ته وسپاري. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دوی یوې پریکړې ته ورسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG