د لاسرسي ځای

د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځپل شوې میندې څه احساس لري؟


حسیبه شهید - مشال راډيو

پراګ:- په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرې ضد جګړه کې درته د هغو څلورو میندو انځور درکوو چې د جګړو په بیلابیلو ښکیلو برخو کې یې زامن له لاسه ورکړي دي.

د جګړو په لوګو کې د لاهو شویو بورو میندو په اړه لمړۍ هم درته د هغه مور کیسه کوو چې د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یواځنۍ اسره یې له لاسه ورکړې.

زه نه پوهېږم چې جګړه ولې ضروري ده، خو د سولې په باب مې فکر دا دی چې سوله د هرې ستونزې حل دی.

یوه امريکايي مور چې په افغانستان کې یې خپل زوی وژل شوی.

په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد پیل شوې جګړه کې د یوه نارامه ولایت کندهار ښار د لوې ویالې د اوسیدونکې هما ګلې د وژل شوي زوی درته وایو.

۴۵ کلنه هما ګله وایي، زوی یې باقي نومیده، د پوليسو د روزنې له مرکزه د فراغت سند یې اخيستى وو او په ملي اردو کي یې ګډون کاوو چې په زابل کې په يوه جګړه کې ووژل شو. دا وايي دا مهال یې د زوۍ کونډه او یتیمان په غاړه دي:
)) ډیر درد او زور لري هم یې راته ماشومان پاتې شول هم یې راته ماینه، درې ماشومان یې دي، ډیر ورته پریشانه یم اوس خو لا موږ ورته ژوندي یو چی دا موږ هم نه یو نو خداې خبر د دوی راتلونکی به څه ډول وي.)

هما ګله وایې ، حکومت د دوی پوښتنه نه کوي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې هم د سرحدي ځواکونو یا ایف سي د یو وژل شوي سرتیري مور چی زوی یې د سرکار په پلوي د ترهګرو ضد مبارزه کوله له سرکاره ګیله لري اود زوې په ویر ناسته ده

(( دا زما بچې وو، ښځه او پنځه بچي یې پاتې دي، بی ګناه بې خطا مړ شو راته، دغه موخپګان دې خبر شو ترې چې وژلې دې هیڅ مو له وسه نه وو پوره لاس مو نه رسید خو ډیره سخته وه راباندې.اول نه وو خبر چې وژلې یې دې بیا خبر شو ترې، حکومت هم څه ونه کړل پکار وه چې پردغو (طالب وسلوالو )یې بمباري کړې واﺉ . چی دغسی ځوانان یې بوتله لاسون پښې پرې وتړلې وسلې ترې واخیستې نو هغو به څه توره کړې واﺉ په تش لاس ، کاش کې خو یې پنځه پکې وژلي واﺉ هغوی به کافران وي نو چې زما زوی یې په دغسې بېدردۍ را ووژلی .))

د اېف سي د سرتیري مور چی د زوی د وژلو ذمه واري یې وسلوالو طالبانو منلې وایې ددې د زوی وژونکي هیڅکله هم مسلمانان نشي کیداﺉ.

خو اوس درته د جګړې د هغه لورې حال درکوو چې د اسلام په نوم د مبارزې او بیا ترهګرې په نوم وژل شوي دي هڅه مو ډیره وکړه چې د داسی یو وسلوال مور ومومو چې د خپل زوی د وژل کیدو راته ووایې خو د طالب مور هیڅکله خبرو ته نه وه تیاره او نه یې هم نوم او خپل ځاې راته ویلي او غږ یې هم نه راکوه خو درد یې کټ مټ د هغو میندو په شان وو چې زامن یې طالبانو وژلي وو.
په دوې کې یوه مور چې نه وایې زوی ېې ناسم کار کړې او دا نه مني چې ګني زوی یې چې په میاشتو میاشتو له کوره لرې تله هغه د کوم ناسم کار لپاره تله خو بیا یې هم د سرکار لخوا د وژل شوي زوی درد نه دی هیر کړې چې د طالب په نوم یې وژلې د قبایلي سیمې داسې د یو وژل شوي طالب مور مې وغږوله .

((دا زما زوی ښه تبلیغي پرهیزګار سړی وو . که په هغه کې څه ګنا وه نو موږ به منلې وه . دا یې وژلی . زما د زړه نه دې خدای مه خبروه . پر زړه مۍ سخت غم تیر شو . زما ښایسته بچۍ یې اوچت کړ . زما داسې بچۍ و لکه غوړګه او دومره دنګ وو لکه ستن . چاغ ځوان و . دا يې داسې وچ کړی و چې د لیدو نه و . او ځوانه پیغله ښځه یې راته ناسته ده. لور مې د میچنۍ نه په چیغو راغله ویل یې ورور مې مړ دی ، ما یو چیغه کړه ، لوپټه مې وغورځیدو او لکه د لیونیانو مې پر سړک منډې وهلې . دایې له موټر راکوز کړ. زه بیا په ځان نه یم پوه شوې ومې لیده ، خو زه هم ړنده شوم او ننګور مې هم ړنده شوه . خدای دې داسې وخت په چا نه راولي ډیره سخته چې یو ځوان درنه څوک اوچت کړي .))

د خیبرپښتونخوا په سوات کې مو هم د شمیر طالبانو میندې وغږولې خو نه یې د غږ د خپرولو اجازه راکړه او نه یې هم د نوم خو دوې ټولو یو ډول ورته نظر درلود هغه داوو چې وېل یې یوه مور نه غواړي خپل اولاد جګړې لپاره لوی کړي او بیا یې ویر ته کښینې ، د سوات یوه اوسیدونکې چې زوې یې طالب دی او داوخت له سرکار سره بندي دې وایې .

((داسې و چې زما هیله خو دا وه چې دا ښه تعلیم وکړي ، ځکه پلار یې هم مړ دی ، څلور خویندې یې دي . زما پرته له خدایه ج او له دغه یو زویه بله څه اسره نه وه . بیا دا زما د لیورونو سره شو، بس زما د هماغو لیورونو د لاسه یې تعلیم پرېښوده . موږ ته یې بیا هیڅ پته نه وه چې دا به کومه پلو ته تلو خو زما د لیورونو سره وو. زما ورسره په تعلیم لانجه وه. اوس یې خویندې هم ژاړي او یادوي یې ، زه هم پسې ژاړم او خپه یم ځکه زما بله کومه اسره نه شته. که په دې کې زما سر هم ځي ځي دي ، زما د طالبانو کار خوښ نه شو. زه وایم چې دا کار یوه مور هم ونه کړي. جنت په دې کې نه دی چې ته یو انسان وژنه او یا یې حلالوه. زما هیله خو داده چې یوې مور ته هم داسې نه پېښېږي .))

له دغو څلورو میندو مو واوریدل چې که زامن یې په هرنوم وژل شوی یا هم لادرکه او بندي دي خو ګیله یې له سرکاره کوله. اوس درته د هغې مور حال درکوو چې نه له سرکاره ګیله لري او نه هم په کور کې د ګټی وټې کس او سرپنا ته اړتیا خو بیا هم د زوې په ویر ناسته ده او ځان د جګړې قرباني ګڼي.

د بیکي ویټ سټن په نوم دهغې امریکنۍ مور حال درکوو چې په ۲۰۱۱ کال کې یې زوې د ترهګرې ضد جګړې لپاره افغانستان ته ولاړ او له هغه ځایه یې ورته مړی ورسید دا هم راسره د خپل درد احساس شریکوي.

(زما زوې ماسره ژمنه وکړه چی زه به د جګړې له ډګره روغ رمټ راګرځم. د اکتوبر په شپږمه زه له تکساس نه ارکنساس ته تلم. ما الوتکه بدلوله. لور می له نستیانا نه زنګ وواهه او ویې ویل چې مورې دوه پوځیان د کور دروازې ته راغلي. ما خپل بکس وغورځاوه او جګړې ته می بد وویل، زنګنونه می ریږدیدل. زه نه پوهېږم چې څه به وویلای شم چې زړه ته مې تسل راکړي. دا یوه لړزونکې پېښه وه. خو یو څه چې زه ویلای شم هغه دا دي چې زموږ د خپلې ذهني روغتیا لپاره به ښه دا وي چې ځان خپه ونه ساتو. او کله چې یو مور خپل زوی یا لور د جګړې سنګر ته لېږي، نو ځان دې په غم نه کېباسي، ما فکر کاوه چې له ما سره به دا پېښه نه کېږي.)

د جګړې په مرچل کې که د ناستو جنګیالو او پوځیانو اهداف بیل نظر بیل او ډزې بیلابیلې لورې لري ، خو ددغو جګړه کونکو اولادونو د میندو درد احساس په اولادونو کړیدل او لورینه یې یو ډول ده که هغه د د طالب مور او یا هم د امریکایې پوځي مورده خو دوې جګړه نه غواړي.


بیکي ویټ سټن وايي، (( زه نه پوهېږم چې جګړه ولې ضروري ده، خو د سولې په باب مې فکر دا دی چې سوله د هرې ستونزې حل دی.))

او یو پښتنه مور بیا خپل احساس داسې راسره شریکوي:

((زه خو وایم چې خداې دې کراره کراري کړي چې زما زړه خوږ دې خداې دې د بل نه خوږوي هرسړې بچې لري خدای دې د هیچا بچې نه وژنی او نه دې خپه کوي ، خداې ج دې ټول مسلمانان روغ جوړ ولري او لکه د پخوانې وختونو په شان دې خداې آرامي راولي.))
XS
SM
MD
LG