د لاسرسي ځای

افغانستان کې شا و خوا ۴ میلیونه نجونه ښوونځي ته ځي


بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - په داسې حال کې چې نن د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کيږي، افغان چارواکي وايي د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته اوس په افغانستان کې له درې نيم ميلينه څخه زياتې جينکۍ سکولونو ته ځي.


افغان چارواکي وايي د طالبانو د حکومت له نسکوريدو او افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو له ننوتلو لس کاله وروسته اوس د افغانستان په بيلابيلو برخو کې په ميليونونه جينکۍسکولونو يا ښوونځيوو ته ځي. ياده دي وي چې طالبانو د خپل حکومت پر مهال د ښځو پر تعليم پابندي لګولي وه.

د افغانستان د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي چې افغانستان ښوونځيو ته د ښځينه زده کوونکو د ليږدولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه مشال راډيو ته وويل چې له درې نيم ميلينه څخه تر څلور ميلينه پورې نجونې ښوونځيوو ته ځي.

ده زياته کړه. ((موږ دا بهير له صفره پيل کړی وو. لس کاله وړاندې دا هيڅ وو. موږ څه کم نهه ميليونه زده کوونکي لرو چې پکې ۳۹ فيصده زده کوونکې جينکۍ دي اود ښوونکو په برخه کې هم په سلو کې ۳۲ يې ښځي دي.))


امنیتي ستونزې اوس هم شته دي




خو په ځينو ولايتونو کې لا هم د بې امنيتو او ټولنيزو ستونزو له وجې لا هم د ښوونځيوو دروازې تړلي دي. له کندهار ولايته د افغانستان د سینيټ غړي، رڼا ترين وايي چې په جنوبي ولايتونو کې تعليمي حالت ښه نه دی. د هغې په وينا حکومت هلته د ښوونځيوو پرانيستلو ته هيڅ پام نه کوي.

امان الله ايمان هم مني چې د افغانستان په يوسل او نهه پنځوس ولسواليوو کې د ښځينه زده کوونکو لپاره له لسمه پورته ښوونځي او ښوونکي نشته، خو ايمان زياتوي چې د تعليم وزارت د ديني عالمانو او قومي مشرانو سره په شريکه په داسې يو پلان کارکوي چې په ليري پرتو سيمو کې د ښځينه زده کوونکو زده کړي يقيني کړي.
XS
SM
MD
LG