د لاسرسي ځای

د خیبر اجنسۍ د کوکي خېلو احتجاجي ناسته


د خيبر ايجنسى د کوکي خيل سيمې اوسيدونکو چې د تيرې شورو/ چارشنبې له ورځې راهیسې یې د پښتونخوا حکومت له خوا د دوی د زمکې د قبضې خلاف یې په پلازمېنه اسلام آباد کې د پارليمنټ ودانۍ مخې ته احتجاجى کيمپ لګولي و، وايي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې د دوی مسله به ژر هواره کړي اوس خپله احتجاي ناسته پای ته رسولې ده. د احتجاجي ناستې تنظیمونکي وايي چې د مشال راډیو له خوا د راپور خپرېدو وروسته نه دا چې د قبايلي سيمو منتخب غړي مو پوښتنې ته راغلل بلکې د خيبرپښتونخوا ګورنر او د خيبر ايجنسۍد قامى اسمبلى غړو مو مسئلې ته خصوصى پاملرنه ورکړه او دا شان زموږ دا مسئله حل شوه او د مشال راډيو یې مننه وکړه. دا ویډیو د مشال خبریال احمدالله جوړه کړې

XS
SM
MD
LG