د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلاعبدالله لاهم له تعلیمه شاته پاته ده


د کلاعبدالله په یوه ښوونځي کې زدکونکي په سبق زدکولو بوخت دي.
د کلاعبدالله په یوه ښوونځي کې زدکونکي په سبق زدکولو بوخت دي.

خدای نور ناصر – مشال راډيو

کوټه:- کلا عبدالله د کوټې او چمن تر منځ پرته یوه شاړه سیمه ده چې د تېرو څو کلونو پر له پسې وچکالیو یې شته زراعت هم تر ډېره اغېزمن کړی دی. دغه سیمه که یو لوري له اقتصادي پلوه شاته پاته ده نو بلخوا هلته شته ناامنیو یې تعلیمي بهیرته هم لوی زیان رسولی دی. په دغه ټوله سیمه کې چې د وګړو شمېر یې څه نا څه څلور لکه ته رسېږي، یو ښه پرمختللې تعلیمي او تېخنیکي اداره نه لري.بې سوادي ډېره زیاته ده. او نه هم د خلکو د آبادۍ په تناسب سکولونه او کالجونه شته.

د سیمې ډېری وګړي همدا خبره کوي چې د ژوند په ګڼو برخو کې له سرکاري اسانیتاو بې برخې دي. د کلا عبدالله یو اوسېدونکی نعمت الله له مشال راډیو سره د سیمې مشکلات شریکوي.

(( زموږ په سیمه کې خو تعلیم بالکل نشه. او بل د قبایلي ستونځو له لاسه هم ددې سیمې تعلیم سخت خراب شوی دی))

د کلا عبدالله سیمې يوه بل کس محمدرحیم بیا مشال راډيو ته وویل. ددوي سکولونو ته استادان نه ورځي. او که ورځي هم نود ورځې تر دوه ساعتونو زیات نه تېروي.

(( د کلا عبدالله په سکولونو کې ښوونکی يواځې دوه ساعته راځي. هغوی يواځې د تنخوا لپاره کار کوي نور يې هیڅ غم ورسره نشته.))

د کلاعبدالله بازارګوټۍ
د کلاعبدالله بازارګوټۍ

په کلا عبدالله کې د سکول استاد غلام نبي ادعا کوي، چې دلته په تعلیمي ادارو کې سیاسي لاسوهنې هم ستونزې جوړ کړې دي.

((دلته په ټولو سکولونو کې د مشرانو استادانو پر ځای کشران ښوونکي لګول شوي دي. او بیا دلته په تعليم کې سیاسي لاس وهنه کېږي. د کوم ګوند چې څوک خوښ وي هغه د سکول یا بلي تعلیمي ادارې مشر جوړ کړي.))

غلام نبي زیاتوي، په کلاعبدالله کې ځینو ملکانو له سکولونو خپلي حجرې جوړي کړېدي.

خو د کلا عبدالله د تعلیم څانګې مشر قیوم نواز نه ادعاوې ردوي او دده په خبره ډېری تعلیمي فعاله دي. نوموړی زیاتوي:


په کلاعبدالله بازارګوټي کې ماشومان بادرنګ خرڅوي
په کلاعبدالله بازارګوټي کې ماشومان بادرنګ خرڅوي
(( نه داسي نه ده، لکه څه ډول چې اوسېدونکو ویلي. د کلاعبدالله هايي سکول دی. چې ډېر ښه روان دی. پيرعلي زی سکول دی، هغه هم ښه روان دی. وړمه ورځ زه په پیر علي زيي کې وم، ټول ښوونکي يې راغلي وو. نن زه په سیګي کې یم. دلته هم ټول ښوونکي حاضر دي. تر څو چې په د وګړيو خبره ده چې ملکانو له سکولونو څخه حجرې جوړ کړيدي، نو تراوسه ماته هیچا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.))

سره له دې چي د کلا عبدالله د تعلیم د څانګي مشر د اوسېدونکو ادعاوي ناسمي بولي. خو اوسېدونکي يې بیا هم غوښتنه کوي، چې په کلا عبدالله سیمه کې دي د ښه تعلیم لپاره ګړندي ګامونه پورته شي. چې د سیمې ځوانان د تعلیم او پوهې خاوندان شي.
XS
SM
MD
LG