د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مهران بينک پخواني مشر د پيسو وېشلو خبره منلې


د پاکستان مهران بينک پخواني مشر یونس حبیب د عدالت پر وړاندې منلې چې په نوولس سوه نوي کې يې تر انتخاباتو له مخه په سياستوالو کې څلوېښت کروړه روپۍ ويشلې وې.

دا خبره نوموړي نن سپريم کورټ ته د ریټایرد ایېر مارشل اصغر خان لخوا د داییرشوي کېس د اوريدني پر وخت وکړه. يونس حبيب په ليکل شوي بيان کې و منله چې کله ده د هغه وخت پوځي مشر جنرل اسلم بيګ په وينا په سیاستوالو کې له پيسو ويشلو انکار وکړ نو د پلټنې مرکزي ادارې ايف آی اې لخوا و نيول شو.

د مقدمي د اوريدني وروسته د اصغر خان وکېل سلمان اکرم راجه خبريالانو ته د يونس حبيب د بيان په اړه وويل.

(يونس حبيب نن په ډير تفصيل سره دا خبره وکړه چې څنګه پر هغه دباو واچول شو او نيول شو چې بیا وروسته ده په هغه سازش کې برخه واخیسته.)

يونس حبيب په دې رسوايي کې په برخه اخیستو له عدالته بخښنه وغوښته. له دې پرته د آی ايس آی پخواني مشر جنرل اسد درانی او د پوځ پخوانی مشر مرزا اسلم بيګ هم عدالت ته حاضر شو.

سپريم کورټ د مشر سياستوال اصغرخان لخوا د دایېر شوې هغې مقدمې اوريدنه کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی په ۱۹۹۰م کال د بې نظير بوټو په واک کې د راتلو د مخنیوي لپاره په سياستوالو کې پیسې ويشلې وې.
XS
SM
MD
LG