د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بدخشان کې له واورو لاندې ۴۷ مړي راوېستل شوي


ژغورونکې ډلې چې دافغانستان په شمالي بدخشان ولایت کې یې د واورو ګټنو نه لاندې دایسارو پاتې شویو کسانو لټون کولو دچارشنبې په ورځ وویل ، تردې ګړۍ یې اوه څلویښت جسدونه راویستي دي.

دبدخشان دوالي مرستیال شمس الرحمان وايي : په دستي کلي کې دوه سوه تنه اوسیدل او موږ هیله من یو چې لاهم ځیني کسان په خپلو کورونو کې ژوندي ایسار پاتې دي.

تردې وړاندې دبدخشان ولایت دوالي ویاند ویلي وو چې د واورې توپان د سه شنبې په سهار پیل شوی و ، ژغورونکې ډلې د خلکو د ژغورولو هڅه کوي نوموړی وايي دافغانستان د ملي هوايي ځواک چورلکې هم د خلکو په ژغورلو کې ونډه اخلي.

خو راپورونه وايي ژغورونکو یوازې دڅادرونو مرسته دخلکو سره کړېده.

دبدخشان د والي مرستیال وايي تراوڅه درې میرمنې او یو ماشوم ژوندي راویستل شوي او دا هغه کسان دي چې د واورو د ښوئیدو پرمهال په نوموړي کلي کې موجود نه و.

راپورونه وايي سږ کال په ژمي کې په بدخشان ولایت کې سختې واورې وریدلي چې له امله یې یو شمیر لویې لارې تړل شوي او د ځینو کلیو سره اړیکې شکیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG