د لاسرسي ځای

پېښور: بمي چاودنې ۵ تنه ژوبل کړي


د پېښور په کوهاټ روډ باندې نن سهار د یوې چاودنې په ترڅ کې ۵کسان ژوبل شول. ددوی په منځ کې دوه د سکول زده کونکي هم شامل دي.

په لومړنیو رپورټونو کې دیو ماشوم دوژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و. ځايي پولیس وايي داچاودنه دبډه بیرې د باړې پله سره شوې ده.

پولیس وايي بم له مخکې اېښودل شوی و او داسې ښکاري لکه په ریموټ الوزول شوی وي، دوی همدارنګه دیو مشکوک کس د نیولو دعوه هم کوي.

په پېښه کې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي.

ډاکټران وايي دفاطمې په نوم د یوې نهه کلنې نجلۍ حالت مرګونی بریښي. په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او نورو ښارونو کې بمي چاودنې او ځان مرګي بریدونه زیات شوي دي.
XS
SM
MD
LG