د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ګوزڼ ولې نه ختمېږي؟


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :- د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني لخوا د ګوزڼ رنځ د څارنې لپاره جوړې شوې ادارې په خپله تازه اعلامییه کې ویلي دي چې د روان کال په لومړو دریو میاشتو کې تراوسه پورې د ګوزڼ ۱۲ کیسونه مخې ته راغلي دي.

اعلامییه زیاتوي چې د سږ کال د جنورۍ له ۳۰ مې د فرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شوي د ګوزڼ کمپاین کې ۱۰۰ فیصده ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه دي ورکړل شوي ـ

په اعلامییه کې راغلي چې د داخلي سند ترڅنګ د کراچۍ ښار په ۱۳ ټاونونو او د بلوچستان صوبې په ۱۹ ضلعو کې څه کم ۹۵ فیصده ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړل شوي دي ـ

دغه شان د خېبر پښتونخوا صوبې په ایبټ اباد او بونیر ضلعو او قبایلي سیمو کې هم د ګوزڼ څاڅکو ورکولو پروسه له ټاکلي هدفه کمه ریکارډ شوې ده ـ چې له امله یې سږ کال کې له ګوزڼ ناروغي څخه د اغیزمنو ماشومانو په شمیره کې زیاتوالی راتلاﺉ شي ـ ـ د اعلامیې له مخې د روانې میاشتې له ۱۲ مې تر ۱۴مې نېټې پورې به ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکوو ورکولو پروسه شورو کیږي ـ

چارواکي وایي دپاکستان په یو شمیر سیمو کې د ناامنۍ پېښو د ګوزڼ په ضد کمپاین ته زیان اړولی دی ـ پاکستان کې د ګوزڼ د کمپاین څارونکې او د وزیراعظم سلاکاره بیګم شهناز وزیر علی په دې اړه وایي:

((۳۰ نه ۳۵ فیصده پورې ماشومان په بلوچستان کې داسې دي چې هغوي ته د ګوزڼ هر کمپاین کې څاڅکې نه ورکول کیږي ځکه چې هلته د څاڅکو ورکولو عمله په اسانۍ سره نشي رسیدلی ))

د روغتیا نړیوالې ادارې په وینا په پاکستان کې د ۲۰۰۵ م کال راهسیې د ګوزڼ کیسونه کال په کال په زیاتیدو دي ـ د ګوزڼ د څارنې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی دی چې که د روان کال تر اپریل میاشتې پورې په پاکستان کې د ګوزڼ رنځ د مخنیوي په ضد لازم ګامونه پورته نه کړل شو نو کیدای شي په راتلونکې کال دغه رنځ له کنټروله بهر شي ـ


چارواکی وایي تېر کال د پاکستان په ۱۹۸ ماشومانو کې د ګوزڼ رنځ درک شوی و، چې پکې له ټول بلوچستان څخه ۷۲کیسونه او یوازې له پشین ضلعې څخه ۳۶ کیسونه مخې ته راغلي و ـ

څیړونکي وایي پاکستان کې د ګوزڼ رنځ کال په کال زیاتیدل د ناامنې علاوه د ګوزڼ د خطرو څخه د ولس نا خبري او دسیمه ایزو چارواکو سستي هغه لاملونه دي چې له وجې یې د ګوزڼ رنځ تراوسه نه دی ختم شوی ـ

خو د بیګم شهناز وزیرعلی په خبره دا ځل حکومت د هرې ضلعې رابطه افسرانو ته په ټینګه ویلی دي چې د ګوزڼ کمپاین په کامیابولو کې دې مرسته وکړي ((رابطه افسرانو ډي سي اوز ته ویل شوي چې د ضلعې د صحت، تعلیم، پولیس او په نورو برخوکې کارونکي کسان دې د ګوزڼ په کمپاین کې هرومرو شامل شي ))

د یادونۍ وړ ده چې پروسږ کال په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو روستو دا خبره هم عامه شوې ده چې د اسامه د ډي اېن اې په مالومولو کې د ډاکټر شکیل اپرېدي په نوم یو ډاکتر د ګوزڼ د څاڅکو جعلي کمپاین چلولی وو.

له دې علاوه په لېرې پرتو سیمو کې د ځینو مذهبي ډلو لخوا د ګوزڼ کمپاین په ضد ډول ډول ګنګوسي ددې لاملونه دي چې په پاکستان کې لا هم دا ناروغي مخ په زیاتیدو دی او هر کال یې له لاسه ګڼ شمیر ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کیږي ـ
XS
SM
MD
LG