د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: بنديان له زندانه خپل کورونه ساتي


د جلال آباد زندان کې بندیان له مریو د ماشومانو لپاره ګاډي جوړي.
د جلال آباد زندان کې بندیان له مریو د ماشومانو لپاره ګاډي جوړي.

بازمحمد عابد - مشال ريډيو

جلال اباد: په ننګرهار زندان کې څه کم اته سوه بنديان په لاسي کارونو بوخت دي او تر نيمايي زياته ګټه يې بنديانو ته ورکول کيږي.

د ننګرهار زندان صنعتي مدير سمونوال محمد نادر صديقي وايي چې په زندان کې بنديانو ته په بيلابيلو کسبي برخو کې زده کړې ورکول کيږي او هم ورته کارونه برابر شوي دي، دى وايي:

(( شل کاله وروسته موږ په دې وتوانيدو چې په ننګرهار زندان کې صنعتي کارونه فعال کړو چې په دې کې قالين بافي، ويلډينګ کاري، خياطي، ترکاڼي، د تار توليد، له مريو څخه بيلابيل څيزونه جوړول او زراعتي برخه کې موږ سره ٧٨٠ تنه بنديان په کاربوخت دي. موږ په زندان کې دننه او له زندانه بهر د خلکو د فرمايش په اساس شيان جوړوو. او د قانون له مخې د بنديانو د کار ٤٠ فیصده ګټه د دولت خزانې ته ځي او ٦٠ فیصده کې بنديانو ته ورکول کيږي.))


د جلال آباد زندان کې بندیان مالوچ یا پنبه ورېښي.
د جلال آباد زندان کې بندیان مالوچ یا پنبه ورېښي.
هغه زندانيان چې په خپل زحمت پيسې تر لاسه کوي خوشاله دي. د عبدالغفار په نوم يو تن چې د ننګرهار د خيوې ولسوالى سره تعلق لري، وايي چې له له څلورنيمو کلونو راهيسې د درزيتوب په برخه کې استاز دى. نورو ته زده کړه ورکوي او جامې، واسکټونه هم ګنډي. د يو جوړ جامو په بدل کې ١٠٠ افغانۍ اخلي چې ٢٥ په کې دولت ته ورکوي او ٧٥ په کې دوى ته پاتې کيږي. دى وايي چې د خياطى له برکته يې په زندان کې ښه ګوزاره روانه ده او کور ته هم په کې پيسې ليږي.

د صالح محمد په نوم يو بل بندي چې د قتل په جرم بندي شوى وايي چې ٢٥ کاله يې ډريوري کړې خو په زندان کې يې د ترکاڼۍ کسب زده کړى او اوس يې نورو ته هم ور زده کوي. دى وايي چې ٢٥ تنه نور بنديان هم ورسره په کار بوخت دي، ميزونه المارى او نور څيزونه جوړوي، او د حکومت په توسط يې د جلال اباد ښار مارکيټونو ته د خرڅلاو له لپاره وړاندې کوي.


د جلال آباد زندان کې بندیان قالین اوبدي
د جلال آباد زندان کې بندیان قالین اوبدي
خو د ځدران په نوم يو بل بندي چې د ویلډينګ کارى په برخه کې په کار بوخت دى وايي چې په زندان کې يې فلزکاري زده کړې، د ځان خرچه هم پيدا کوي او کور هم په کې ساتي. دى وايي چې د کسب له برکته په زندان کې هم ځان ازاد محسوسوي.

د ننګرهار زندان صنعتي مدير محمد نادر صديقي وايي چې ټول کسبګر يې په يوه ځاى کې راټول کړي چې له امله يې په کاري ساحه کې يو لړ ستونزې رامنځته شوي. خو تمه څرګندوي چې بيلابيلو ادارو ورسره ژمنې کړي چې کسبګرو ته به جلا جلا د کار خوني او د کار ټول اوزار برابروي.
XS
SM
MD
LG