د لاسرسي ځای

په بنګله دېش کې د سعودي عرب سفارتکار ووژل شو


په بنګله دیش کې پولیس وایي یو نا څرګنده وسله وال په پلازمېنه ډهاکه کې د سعودي عرب د سفارتخانې یو چارواکې په ډزو وژلی دی.

دا وړومبې ځل دی چې یو بهرنۍ ډپلومیټ په بنګله دیش کې وژل کیږي.

پولیس وایي خلاف ال علي چې په سفارتخانه کې یې د دویم سیکرېټري په توګه کار کولو ، مړی یې د نهې په ورځ په ډهاکه کې د سفارتخانې له ودانۍ تر لاسه شویدی.

د هغه د وژنې هدف په سمدستي ډول نه دې معلوم او پولیس وایي تحقیق یې شورو کړی.

سعودي عرب او بنګله دیش نږدې تعلقات لري . د بنګله دیش ډیر خلک په دغه تیل لرونکي هیواد کې روزګار کوي.
XS
SM
MD
LG