د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین جګړه ګۍ ګټلې خو جنګ بایلي؟


روس: په دریم ځل د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی ولادیمیر پوتین
روس: په دریم ځل د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی ولادیمیر پوتین
د ازادې اروپا راډيو خبریال براین وایټمور رپوټ


پراګ:- د روس پخواني ولسمشر او اوسني وزیراعظم ولادمير پوتین په دريم ځل صدارتي انتخابات ګتلي دي چې دغه ډول یې تر ۲۰۱۸م کال پورې د واکمنۍ کولو باور ترلاسه کړ.

خو سخته ګړۍ اوس راځي، چې نوموړي په هیواد دننه د زړورو مظاهره چیانوغورځنګ ، وېشلې اشرافییه او اقتصاد چې زغرده اقتصادي اصلاح غواړي مخامخ دی.


کله چې د اتوار په ورځ ولسمشر ولادمير پوتین خپل ووټ واچولو او له پولینګ سټېشنه وتلو نو دغه مهال د یوکراینو ښځود حقونو ډلې ځینو غړیو د رایو پېټۍ د تېښتولو هڅه وکړه چې پولیس ونیولې خو هغوی پر دې مهال نارې وهلې چې پوتین يو غل دې.

د روسي مشر پر وړاندې وړې سپکونې هم باید ډاډمنې کړل شي خو د هغه اعتبار څو ځلې له مینځه تللی دی.پوتین د اتوار په ورځ د صدارتي انتخاباتو په ړومبي پړاؤ کې د پرېکنده بري دعوا وکړه خو په دغه هېواد کې مخالفو ګوندونو او خپلواکه څارونکو دغه ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې.


د هېواد اقتصادي تکییه دې د تېلو او ګېسو له برامداتو راواړول شي او په ملک کې دې ټولواک سیاسي نظام باید لا آزاد او لبرل کړل شي چې دغه ډول په ټولنه کې نوي اېجادات راوټوکېږي.
د مالییې پخوانی وزير اليکسي کوردېن

خو څېړونکي وايي، د هغه د نه ماتېدونکي او نه ننګونکېدونکې له اعتباره ډک شخصیت اغېز چې دی یې دوه ځلې د کریملن واک ته رسوولی وو هغسې پېژندګلو پاتې نه شوه.

د امريکا په نويل وار کالج نومې کې د نړيوال امنيت پروفیسر نکولس ګوسديو په روس کې د شوي صدارتي انتخاباتو په اړه وايي ( پوتین بیا د صدارتي انتخاباتو ګټلو دعوا کړې چې هر چا یې همداسې اټکل کاوه خو ضروري نه ده چې نوموړې د تېرو دوو مودو غوندې د واک کولو دعوی وکړي.هغه انتخابات ګټلي خو هغه د داسې وکمنۍ کولو ادعا نه ده کړې څنګه یې هغه سوچ کړی دی.)

د دې برعکس لس کاله وړاندې چې کله پوتین په واک کې راغلې نود یوغښتلي ژغورونکي په توګه ډير زيات وستايل شو او تمه ترې کېده چې نوموړې به په روس کې د ۱۹۹۰ کلونو د ګډوډۍ وروسته ټېکاو راوړي. څېړونکي وايي د پوتین شخصیت اوس مخ پر ځوړ روان دی.

دی به اوس په یوه سخت وېشلي هېواد واکمي کوي چې، د منځنۍ طبقې وګړي یې په واک کې بیا راتلل ناقانونه بولي....او خپله مقدمه یې په لاریونو او مظاهرو کوڅو او واټونو ته رواړې ده. نوموړی د اقتصاد او سياسي نظام په اصلاحاتو او جدیدولو د اړتیا پر سر هم له وېشلې اشرافيیې سره مخامخ دې.

د برتانییا دې اکانومیسټ مجلې خبريال اډورډ لوکس وايي، پوتین په خپل انتخاباتي کمپین کې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د بې بها لګښتونو ژمنې کړې چې په دې سره د روسیې اقتصاد برقرار نه شي پاتې کيداﺉ ( زما په فکر پوتین ټاکنې وګټلې خو جګړه یې وباییله او هغه له دوه پلوونو جنګ بايلو ، ړومبې دا چې هغه د انتخابي کمپېن دوران دومره ډېرې ژمنې کړې دي چې پوره به یې نه کړي ځکه چې هغه نه شي کولایې چې يو بيرل د تيلو قيمت يو ۱۱۰ ډالره کړي نو دارنګ به هغه په دې سره خپل پلویان مايوسه کړي او دويمه دا چې هغه جګړه بایللې ده، ځکه چې هغه به مخالف مظاهره چيان په دې قانع نه کړي چې روس د جديديت او د یوه ګڼ سياسي نظام لرلو پر لوري روان دی.)

د روسیې په اشرافيیه کې ډېری، او پتېره د مالییې پخوانی وزير اليکسي کوردېن، په دې خبره زور راوړی چې د هېواد اقتصادي تکییه دې د تېلو او ګېسو له برامداتو راواړول شي او په ملک کې دې ټولواک سیاسي نظام باید لا آزاد او لبرل کړل شي چې دغه ډول په ټولنه کې نوي اېجادات وغوړېږي.

( تر ټولو بنيادي خبره دا ده چې د هرقسمه اصلاحاتو لپاره د قانون حکمراني او آزاده مېډيا ضروري ده او څومره زر چې د دواړه خبرې يقيني شي نو د پوتین او د هغوي د ملاتړ کونکو په اړه به ډيرې سختې خبرې مخې ته راشي او دا پوښتنه به هم راپور ته شي چې دا کسان دومره مالداره څنګه شو.

کارپوه ګوس دېو وايي د هغه په فکر دا پوښتنه به هم داسې پرانیتسې پاته وي چې آیا احتجاجي غورځنګ چې په لویدیځډوله لبرالانو، سوشلسټانو، او ملتپالانو کې ډېر سخت وېشل شوی دی له دې آزادي ګټه پورته کړاﺉ شي که څنګه.


اېډورډ لوکاس وايي په روس کې به حالات ډير ګډوډ وي ځکه چې مخالف ګوندونه واک ته نه شي رسېدلای او د هغه په فکر حکومتي چارواکې هم د دې جوګه نه دي چې پر مظاهره چيانو رښتونۍ چپاو وروړي نو د هغه په خيال دا يو اوږد مهاله او نه ختميدونکی جنګ دی خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې حکومت به له حالاتو څخه د وتو لپاره څه حکمت عملي خپلوي.
XS
SM
MD
LG