د لاسرسي ځای

سینېټ انتخابات: د پیپلز ګوند بری او ننګونې


اسرار عالم مومند، مشال راډیو

امریکايي ورځپاڼه دي نیو یارک ټایمز لیکي، د پاکستان پیپلز ګوند د سینېټ په انتخاباتو کې د اکثریت له تر لاسه کولو سره خپل حکومت مضبوطه کړی دی.


د ورځپاڼې په خبره، پیپلز ګوند تر دې انتخاباتو وروسته پر سینېټ خپل کنټرول تر لاسه کړی دی.




نوی بنیاد، پخوانۍ خطرې

د سینېټ انتخابات ګټل د ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه ملاتړیو لپاره، پر داسې مهال بنسټ تیږه ده چې میاشتې مخکې د پوځي کودتا ګنګوسې وې؛ او د پیپلز ګوند حکومت د سیاسي سکینډلونو او عدلیې له پلوه له خطرو سره مخامخ وو.

دا خطرې په بشپړ ډول لا هم نه دي ختمې شوې، خو بیا هم د سینېټ د انتخاباتو له ګټلو سره په پاکستان کې حکومتي ګوند ډېره وړتیا تر لاسه کړې ده.


د پیپلز ګوند بریا او قوت

د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼې ډان کې راغلي، یو وخت داسې وو چې ډېرو لږو خلکو به دا ویل چې پیپلز ګوند دې واکمن پاتې شي خو اوس دا ګوند، له هغه حالاتو په راوتو کې بریالی شوی دی.

همدا راز، اوس به د اصف علي زر داري ګوند تر ۲۰۱۵ز کاله پر سینېټ غالبه وي، او په دې ډول، که چېرې پیپلز ګوند په پارلېماني انتخاباتو کې ماتې وخوري، نو بیا هم دوی به د دې جوګه وي چې یو قانون منظورېدو ته پرېنږدي.


ننګونې لا هم ډېرې دي

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د زرداري ګوند لا هم له یو شمېر مسلو سره مخامخ دی. وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي له مشکل سره مخامخ دی، که چېرې دا پر زبات شي نو نه یواځې به له وزیر اعظمۍ لرې شي بلکې د شپږ میاشتیني قید سزا هم ورته اورول کېدای شي.

همدا راز، پیپلز ګوند چې د واکمن اېتلافي حکومت اکثریت لرونکی هغه دی، له نورو ننګونو سره هم مخامخ دی. د هیواد خرابه اقتصادي وضعه، د هیواد په شمال غرب کې د وسله والو طالبانو روان کیمپېن، د لانجمن لیک په مسلې کې نوي پر مختګونه، لکه دا خبره چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې له عملیاتو د ولسمشر اصف علي زرداري د خبرېدو تور او داسې نورې ننګونې.

د نیو یارک ټایمز په مقاله کې راغلي، که دا خبره پر زرداري ثابته شوه نو ده ته لوی تاوان رسېدای شي.

(دا رپورټ د نیو یارک ټایمز او ډان ورځپاڼو له مقالو تیار شوی دی.)

XS
SM
MD
LG