د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هزاره صوبې لپاره جلسه او د اېم کیو اېم ملاتړ


ظفرکریمي ـ کراچۍ

کراچۍ:ـ د اتوار په ماښام د کراچۍ جناح باغ کې د هزاره صوبې په حق کې جوړې شوې جلسې ته په وینا کې د هزاره صوبې د تحریک مشر حیدرزمان وویل چې که مشران پاکستان خوندي کول غواړي نو پکار ده چې د ولس په خوښه نوې صوبې جوړې کړل شي ـ

نوموړي وویل چې وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني سره خو د سرایکي صوبې جوړولو غم شته خو هزارې صوبې په اړه له هغه سره هیڅ فکر نشته ـ حیدر زمان د متحده قامي غورځنګ د مشر الطاف حسین مننه وکړه چې د هزاره صوبې په حق کې د جوړې شوې جلسې مرسته یې وکړه ـ

له دې مخکې هم اېم کیواېم ډلې په سیند اسمبلۍ او په قامي اسمبلۍ کې د هزاره صوبې په حق کې اواز اوچت کړی دی ، خو اېم کیو اېم په هزاره صوبه کې ولې دلچسپي لري ، په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه اختر بلوچ وايي، اصل خبره داده چې په دې سره اېم کیو اېم دا کوښښ کوي چې عوامي نېشنل پارټۍ لاندې راولي ـ د هر ګوند خپلې سیاسي ګټي وي ـ اېم کیواېم و عوامي نېشنل ګوند ته دا ښودل غواړي چې که چېرې هغوی په سیند صوبه او په تېره بیا په کراچۍ کې د هغوی ګټو ته خنډ جوړیږي نو اېم کیو اېم هم کولای شي په پښتونخوا کې ددوی پر وړاندې ستونزې جوړې کړي ـ

دسیاسي چارو یو بل کارپو اسماعیل دلاور بیا وایي چې د اېم کیو اېم د هزاره صوبې ننګه ځکه کوي چې هغوی غواړي په پاکستان کې وړې صوبې جوړیدل وده ومومي او په دې توګه د وخت په تېرېدو سره سره اېم کیو اېم ځان لپاره هم صوبه خپله صوبه جوړه کړي.

((اېم کیو اېم همدا تګلاره لري او په دې کې خپله سیاسي بقا ګڼي ـ که هغوی د خپل ځان لپاره کراچۍ بیله صوبه جوړولو کې کامیاب شي ))

که څه هم د اېم کیو اېم چارواکي د سند صوبې د تقسیم په ضد اعلامیې جاري کوي خو اسماعیل دلاور زیاتوي په کراچۍ کې د اېم کیو اېم او پیپلز ګوند ترمنځ چې کله هم په څه وجه اختلاف رامنځته شوي دي نو شپه په شپه د ښار په دیوالو د مهاجر صوبې لپاره نارې لیکل شوي دي او همدا دلیل دی چې د مهاجر صوبې په اړه دلته د خلکو په ذهنونو کې یوه ویره شته ـ

دا چې د هزاره صوبې په ملاتړ کولو سره به اېم کیو اېم پر عوامي نیشنل ګوند څومره سیاسي فشار ورواچوي ـ شنونکی اجمل خټک کشر یې په اړه وايي: ((زما په خیال په دې کار سره به عوامي نیشنل ګوند ته د نقصان پر ځای فایده ورسېږي او وجه یې داده چې هغه خلک چې د اېم کیو اېم په ضد د اې این پي ملاتړ کوي دا به د هغوی دې خبرې ته نوره پیاوړتیا ورکړی ـ هغوی به وایي چې اېم کیو اېم مخکې له موږ سره یوازې په کراچۍ کې سره جګړه کوله خو اوس یې دا دی خپل جنګ پښتنونخوا ته هم راوغځولو او زومږ له مخالیفینو سره مرستې کوي ))
XS
SM
MD
LG