د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان مسله په یو نازک وخت کې راپورته کړل شوې ده


ملیحه امیرزاده- مشال راډیو
پراګ:- ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي په دې ورستیو کې د امریکایی کانګریس لخوا په یو نازک وخت کې د بلوچستان د مسلې د راپورته کولو ضرورت د کانګریس غړیو ته ولې محسوس شو چې داسې نوری ډېرې د اهمیت وړ مسلې موجودی دي.



ورځپاڼه د اؤریدنې په اړه پوښتنې را ولاړوي چې ولې د کشمیر او فلسطین غوندی مسلو پر ځای په بلوچستان کې د بشري حقونو د حالاتو په اړه بحث وشو؟

لیکواله سبینه خان لیکي د پاکستان په قبایلي سیمو کې په ډرون بریدونو کې بی ګناه ولسي خلک وژل کیږي نو د هغوي بشري حقونه چیرته لاړل؟ او زیاتوي که څه هم د بلوڅ وګړو مسلې هوارولو ته ضرورت دی خو د صوبې په مسلو کې د ریپبلکن ګوند دریو غړیو لخوا دلچسپي ښودلو لپاره چې د کوم وخت انتخاب شوی ، هغه مشکوک دې.

لیکواله وایې که څه هم امکان کم دې د بلوچستان په اړه وړاندې شوی قرارداد پر مخ لاړ شي، خو د دې سره دا شوې دي چې په پاکستان کې سیاسي مشران یی په موثره توګه راپارولي دي. دې سره هیلي تړلې دي چې په نتیجه کې به یی بلوڅانو ته په سیاسي مشري او اقتصادي پرمختګ کې خپله مناسب ونډه ملاوه شي. خو بیا د لیکوالې په خبره پکار ده چې امریکایې سیاستدانان لکه لویی ګوهمرټ په هغه چارو کې د مداخلت کولو نه ډډه وکړي چې په نتیجو یی خپله پوهه نه دي.


لیکواله وړاندی ليکي دا چې دانا رورا بیکر خپله د بلوچستان صوبې نه بی خبره دی ، خپله یی په خبرو کې دا څرګنده کړه چې د بلوچستان پر ځای یی ورته د بیلوکستان ویل. او د صوبې په اړه یی پوره معلومات نه ورکول. سبینه خان ليکي د یوی متحد صوبې په توګه د بلوچستان خاکه وړاندې کول ځکه سمه نه وه ځکه چې په دغه صوبه کې پوښتون او هزاره قامونه هم آباد دي. د لیکوالې په خبره یواځې د یو غړي لخوا دا ویناوې، د امریکایی حکومت اسازیتوب نه کوي.

لیکواله د بلوچستان په اړه قرارداد وړاندې کونکو د ریپبلکن ګوند په دریو غړو تنقید کولو سره لیکي چې په دې کې یو کس سټيو کنګ ، بارک اوبامه دولسمشر جوړیولو نه مخکې د هغه په نوم نیوکې کړې وې چې په نوم حسین یی اعتراض و. لیکواله ليکي دا د دې کس د برداشت د قوت نیشتوالي ته اشاره کوي.

په اخر کی سبینه خان لیکي په بلوچستان کې د بشري حقونو نه د سرغړونې مسله راپورته کول د دې اؤریدنې مقصد نه و. دا یواځې د سیاسي ګټې لپاره یوه موقع وه چې له اول نه په مشکلاتو کې ګېر پاکستان ته نور نقصان ورسول شي. دغه درې واړه کسان چې چا دغه قرارداد وړاندې کړی ، د اوبامه مخالف ګوند سره تعلق لري او د پاکستان سره تعلقات د سمولو هغه هڅې چې انتظامیه یی کوي ، متاثره کول یی غواړي.

لیکواله لیکي که پاکستان د بلوچستان صوبه د ملک د یوی برخې په توګه خوندي ساتل غواړي نو پکار ده چې راپاسي او سیمه ایزو مسلو ته پام وکړي.
XS
SM
MD
LG