د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د پښتون فورم جرګه شوې


د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون فورم په نوم یوې ادارې جرګه کړې ده چې په کې په تېرو میاشتو کې د دې ضلعې د سولې او امنیت او نورو مسلو په اړه خبرې شوې دي.

د جرګې یوه منتظم رفیع الله خان مشال راډیو ته وویل، د دوی د دې غونډو مقصد پښتانه یو کول دي.

د مشال راډیو خبریال وايي، د پښتون فورم غونډې او جرګې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې شوې دي او نن د دې لړۍ جرګه په بنو کې وشوه.

جرګې ته له بنو او ورسره تړلو نورو سیمو ګڼ شمېر کسان راغلي ول. په دوی کې ځینو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، داسې غونډې دوی ته د مالوماتو ذریعه وي او دوی پوهه تر لاسه کوي چې د پښتنو په نورو سیمو کې څه روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG