د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د مارچ ۴مه)


ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

د برتانیې دي اینډیپنډنټ ورځپاڼې په پاکستان او افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه دوه رپورټونه خپاره کړي دي.


په یو رپورټ کې لیکل شوي، روان کال د امریکا ولسمشر باراک اوباما دا خبره څرګنده کړه چې چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې هوايي بریدونه کېږي چې د امریکا ضد اهداف په دقیقه توګه په نښه کوي.

ولسمشر زیاته کړه، تر ډېره دا بریدونه د القاعدې او ورسره تړلو ډلو پر ضد کېږي او د دې د عملي کولو لپاره له ډېر احتیاطه کار اخیستل کېږي.

ولې د دې بریدونو پر ضد کیمپېن چلوونکي وايي، په دې حملو کې ولسي وګړي هم وژل کېږي او په سیمه کې د امریکا ضد جذبات پاروي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو د یوې ادارې مشر مرزا شهزاد اکبر د ورځپاڼې خبریال ته ویلي، فکر نه کوي چې امریکا به په نړیوال کچ د بې پیلوټه الوتکو له پروګرامه لاس په سر شي. خو سي آی اې په خپل سر لګیا ده او په دې اړه ورسره هیڅ حساب نه کېږي.

تېره اوونۍ، دې ادارې له شمالي وزیرستانه ۳۰۰ کسان اسلام اباد ته د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد احتجاج لپاره راوستي ول. په دوی کې ځینې کسان داسې هم ول چې خپل، خپلوان یې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي ول او د هغوی په وینا، له وسله والو سره یې هیڅ تړاو نه در لود.

ورځپاڼه لیکي، په دې اړه داسې قوي مالومات نشته چې په دې بریدونو کې تر اوسه څومره کسان وژل شوي دي، او په دوی کې څو فیصده د وسله والو ډلو غړي ول؟

د بیورو فار اینویسټیګیټیو جرنلزم په نوم د یوې ادارې په راپور کې لیکل شوي چې د ۲۳۸۳ او ۳۱۰۹ تر مینځ ډرون بریدونه شوي چې په نتیجه کې يي د ۴۶۴ او ۸۱۵ ترمینځ اولسي وګړي وژل شوي دي.د ادارې په وینا په دغه بریدونو کې وژل شوي په سلو کې اویا کسان وسله وال وو.

خو د ډرون بریدونو په اړه هر هر کس دا دریځ نه مني. د بشري حقونو د یوې ادارې هیومن رایټس فرسټ د قانوني چارو کارپوه ګیبور رونا ورځپانړې ته ویلي چې د هغه وسله والو ډلو پرضد چې د کوم ریاست سره تړاؤ نه لري په جګهړه کې دا معلومؤل ګران وي چې څوک وسله وال دی او څوک عادي وګړې.

د ورځپاڼې په دویم رپورټ کې راغلي چې په افغانستان کې د طالب وسله والو پرضد د ډرون بریدونو ذکر په ښکاره نه کیږي. د دفاع د چارو د وزارت یو ویاند خبریال ته ویلي چې د امنیتي ستونځو له امله د ډرون بریدونو په اړه معلومات پټ ساتل د معمول خبره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG