د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس مشر زرداري پر شېرپاو شوی برید غندلی دی


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د پاکستان پيپلز ګوند شېرپاو ډلې پر مشر افتاب احمد خان شېرپاو باندې تر سره شوی ځانمرګی برید غندلی دی.

ولسمشر اصف علي زرداري دا یو ترهګر برید بللی او ویلي دي چې د پاکستان حکومت او ولس دې ته ژمن دی چې خپل ملک له ترهګرۍ څخه خلاص کړي.

افتاب شېرپاو او د هغه زوی سکندر شېرپاو پرون (د مارچ درېیمه) د چارسدې په شبقدر کې له هغه ځانمرګي برید څخه خوندي پاتې شو چې دوه تنه په کې ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG