د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې د نشه ییانو لپاره اداره (ځانګړی رپورټ)


په نشه یي توکو روږدی دا کس هم د چمن په دې خیریه ادارې کې دی
په نشه یي توکو روږدی دا کس هم د چمن په دې خیریه ادارې کې دی

خدای نور ناصر، مشال راډیو

چمن - د پاکستان او افغانستان پر پوله پروت په چمن سیمه کې د دې سیمې يوه اوسېدونکي يوه خیريه اداره خلاصه کړې چې په کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کېږي.


په یاده اداره کې نه يواځې د چمن، بلکې د بلوچستان د نورو سیمو په شمول له افغانستانه هم نشه یان دې ادارې ته راوړل کېږي. د نشه یانو لپاره دا خیریه اداره له تېرو دوولسو کالو راهیسي په همدې سیمه کې کار کوي.

د نورو نشه ییانو په څېر د ده په پښو کې هم زولنۍ او بېړۍ دي چې و نه تښتي
د نورو نشه ییانو په څېر د ده په پښو کې هم زولنۍ او بېړۍ دي چې و نه تښتي
۲۹ کلن ظهور احمد چې دده په خبره تر لس کاله زیات وخت يې نشه وکړه. خو اوس په دې اداره کې د درملنې لپاره داخل شوی.

(( د هیروینو تر څنګ مي ډېری نوري نشې هم کولې.تقریباً يوولس دوولس کاله مي دا نشې وکړې. اوس چي دلته راغلی یم. نو دا مي درېیمه میاشت ده چي پرې ایښې مي دي. زما ملګرو دا نشې کولې. او زه هم بیا ورسره پرې اخته شوم.))

د افغانستان د هېلمند ولایت عبدالباقي بیا خپلي کورنۍ له هېلمند څخه د پولي دې غاړي یادي ادارې ته د درملنې په موخه راوړی. عبدالباقي له مشال سره په خبرو کې وویل. ددوي په سیمه کې ددې ډول ادارو د نه شتون له کبله ددوي د سیمې ډیری نور ځوانان په دې نشو کې اخته کېږي. عبدالباقي زیاتوي:

د پیسو د کمښت او د نشه ییانو د زیاتوالي له کبله په یوه کوټه کې ډېر کسان څملي
د پیسو د کمښت او د نشه ییانو د زیاتوالي له کبله په یوه کوټه کې ډېر کسان څملي
(( دلته په دې اداره کي مي او س يوه میاشت کېږي. هلته زموږ په سیمه کې ډېری نور کسان هم په دې نشو اخته دي. تاریاق او هیروین مي ګډوډ سره څکول.))

يو بل اتلس کلن ځوان عبدالنافع بیا خپلي کورنۍ دې ادارې ته له کندهاره راوړی. چې د ده په وینا اوس يې يوه نیمه میاشت يې په یاده اداره کې پوره کېږي.

((د هیروینو او د چرسو نشه مي کول. بیا دلته زما پلار راوستم. له يوه بل سره به کښېنستم، او پرې اخته شوم.))

د چمن د نشه یانو د درملنې په دې خیریه اداره کې دا وخت تر پنځه څلوېښت زیات کسان داخل دي.

په دوی کې اکثریت له افغانستانه راوړل شوي.

د نشه ییانو لپاره جومات هم شته
د نشه ییانو لپاره جومات هم شته
سعید احمد هم د کندهار اوسېدونکی دی. چې په نشه يي توکو د ډېرو ځوانانو اخته کېدل پخپله ددوي په سیمه کې د نشه يي توکو کشت ددې لامل یادوي. سعیداحمد زیاته کړه

(( په سیمه کې ددې د زیات کشت له امله زه په دې نشو اخته شوم. هلته ځيني داسي نور ځوانان هم شته چې دا نشې کوي.))

د خیریه ادارې مشر جانان د مشال راډیو له خبریال خدای نور ناصر سره د خبرو په حال کې
د خیریه ادارې مشر جانان د مشال راډیو له خبریال خدای نور ناصر سره د خبرو په حال کې
د چمن سیمې اوسېدونکی ۵۵ کلن جانان له تېرو دوولسو کالو راهیسي یاده اداره چلوي. چې دده په خبره په دې وخت کې ددوي په اداره تر اووه زره د زیاتو نشه یانو درملنه شوې. جانان زیاتوي، د چمن په ټول ښار کې چې هر ځای نشه يي وویني، په زوره يې خپلي ادارې ته راوړي او هم دلته يې د درملنې هڅي کوي. تر څو هغه دا نشې پرېږدي. جانان وايي:

(( موږ خپله هم هڅه کوو چې په چمن او شاوخوا سیمو کې نشه یان ونیسو. او دلته يې راولو. خو اکثره وخت ددې نشه یانو کورنۍ دوي له بېلابېلو سیمو څخه موږ ته راوړي. او بیا يې دلته درملنه کېږي. زما سره د هیچا قومک نشته. پخپله په خپل خرڅ دا اداره چلوم.))

باید وویل شي چې په چمن سیمه کې یاده خیريه اداره په داسي حال کې په نشه يي توکو د اخته کسانو د درملنې هڅه کوي چي د ملګرو ملتونو په وینا په پاکستان کې هرکال ۶لکه نوي کسان په هیروینو اخته کېږي. چې ددوي په خبره په کې اکثریت د نوي کهول دی.
XS
SM
MD
LG