د لاسرسي ځای

پاکستان دې د مذهبي لږکیو د وژنې مخنیوی وکړي: م م


د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې شیعه ګان وژل کېږي

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې شیعه ګان وژل کېږي

هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمانونو د ماهرانو له ویناوو سره سم، په پاکستان کې د مذهبي او فرقه یي لږکیو پر ضد د کېدونکو تېریو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

دې کار پوهانو، په پاکستان کې په تېرو دوو اوونیو کې د لږکیو پر وړاندې د شوي تاو تریخوالي د پرله پسې دوو پېښو په مورد کې د دې هیواد پر حکومت غږ کړی دی چې د دې تېریو پای کولو په ترځ کې چټک او کوټلي ګامونه واخلي.

د لږکیو وژنه په پاکستان کې عادي پېښه ده


له ملګرو ملتونو سره د لږکیو د حقونو په برخه کې کار کوونکې یو کار پوهې ریټا آیزاک د پاکستان په شمالي کوهستان ضلعې کې د ۱۸ شیعه مسلمانانو په بې رحمۍ پر وژنې د خواشینۍ ښودنه کړې ده.

نوموړې وايي، دا یو داسې اقدام دی چې باید سمدستي حکومتي غبرګون ورته وشي.

نوموړې زیاته کړې، په پاکستان کې داسې پېښې کېدل، دا مهال یوه عادي کیسه جوړه شوې.
که چېرې پاکستان د لږکیو وژونکي مالوم، او دوی عدالت ته کش نه کړي نو د مدني او سیاسي حقونو په برخه کې د نړیوال کنونشن له شپږمې مادې به د سر غړوونکي هیواد په توګه وپېژندل شي.

دې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دې پېښو د عاملینو د میندلو او عدالت ته د راکش کولو تر څنګ دې، د لږکیو د امنیت ساتلو په خاطر ریښتینې هڅې وکړي.

د وژنو پر ضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج

پاکستانی حکومت بشري حقونو ته پام نه کوي


سختدریځي شیعه ګان وژني


د تېرې نهې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸مه) د کوهستان ضلعې د سني مسلمانانو په یوه ګڼ مېشته غرنۍ سیمه هربن نالې کې وسله والو کسانو د سپرلیو له یوه موټره شیعه مسلمانان کښته کړل، او په مرمیو یې ووژل.

د اسوشي اېټډ پریس اژانس د رپورټ تر مخې د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د دې پېښې پړه هم بیا پر غاړه واخیسته.

اژانس لیکي، سني تندلاري اکثره وخت له القاعدې او یا هم له پاکستاني طالبانو په الهام اخیستو په پاکستان کې اوسېدونکي د شیعه دین وګړي او نور مذهبي لږکي په نښه کوي.

پاکستان د لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلی


د ملګرو ملتونو خبر پاڼه همدا راز، د تېرې میاشتې په ۱۷مه نېټه د قبایلي سیمې کورمې په مرکز پاړه چینار کې د شیعه ګانو په مالت کې د یوه جومات خوا ته د شوي ځانمرګي برید یادونه هم کوي چې په کې ویل شوي، په دې پېښه کې له ۳۰ زیات کسان ووژل شول.

د کار پوهانو له ډلې د مذهبي ازادۍ په برخه کې کار کوونکي هینر بیلفیلډ بیا په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر هدفي وژنو د زښتې اندېښنې له ښودلو سره ویلي، په دې هیواد کې د مذهبي منافرت یا کرکې کچ خطرناک حد ته رسېدلی دی.

دی زیاتوي، ښکاري داسې چې د پاکستان حکومت د لږکیو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

یو بل کار پوه، کرېسټوغ هینز چې د ملګرو ملتونو لپاره د ولسي وګړو د ماورایې عدالت وژنو معاملې څېړي، د پاکستان حکومت یې پړ ګرځولی دی چې د خپلو وګړو د ژوندانه حق د ساتنې لپاره اړین ګامونه واخلي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که چېرې پاکستان د لږکیو وژونکي مالوم، او دوی عدالت ته کش نه کړي نو د مدني او سیاسي حقونو په برخه کې د نړیوال کنونشن له شپږمې مادې به د سر غړوونکي هیواد په توګه وپېژندل شي.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې تر مخې درو واړو ماهرانو په عین وخت کې د یادو شویو دواړو پېښو د قربانیانو له کورنیو، او د پاکستان له ټولو خلکو سره چې د دوی په خبره د تاو تریخوالي د دې پېښو په نتیجه کې ځورول کېږي، خپله خوا خوږي شریکه کړې ده.

دوی د پاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د هغه بیان هرکلی کړی دی چې د دې وروستیو پېښو د غندنې په موخه یې خپور کړی وو.
XS
SM
MD
LG