د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون د سوریې حالات د خطرې زنګ بللي دي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د سوریې له حمص ښاره راغلي رپورټونه د خطرې زنګ بللی دی چې په کې د دې هیواد د پوځیانو لخوا د خلکو په ظالمانه توګه په دار ځړول، زنداني کول، او د هغوی وهل ټکول شامل دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو ۱۹۳مې غونډې ته وویل، د سوریې حکومت د خپل ولس په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشر جعفري د سر منشي د خبرو په ځواب کې وویل، د ده پر هیواد د نړیوال فشار شا ته سیاسي موخې دي. جعفري زیاته کړه، بان کي مون د شام په ریښتوني حالاتو پوره نه دی خبر، او ټینګار یې وکړ چې د شام مخالفه ډلې په ترهګرو مشتملې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG